Homeخبرونهشمال کې ترافيکي پېښې او چاودنې ۷ تنه وژلي او ۲ نور...

شمال کې ترافيکي پېښې او چاودنې ۷ تنه وژلي او ۲ نور يې ټپيان کړي

تاند:( جمعه، د جدي درېيمه) ‏‏د افغانستان په شمالي ولايتونو کندوز او تخار ولايتونو کې د يوې ترافيکي پېښې او چاودنې له کبله ۷ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۲ نور ټپيان دي.

ځايي سرچینې وايي، چې ترافيکي پېښه نن سهار، د کندوز – بغلان پر لویه لاره په ګرداب سيمه کې د دوو موټرو د ټکر له کبله رامنځته شوې چې ۵ تنه پکې وژل شوي او يو شمېر نور ټپیان دي.

بل لور ته د تخار ولايت په دينګي قلعه سیمه کې د ماین چاودنې دوه تنه ماشومان ووژل او دوه نور يې ټپيان کړل.

سرچینې وايي، چې دا ماین له وروستیو جګړو په سیمه کې پاتې و.

په وروستيو کې د ترافيکي پېښو او زړو ماینونو د چاودنو له کبله د مرګ ژوبلې راپورونه زيات شوي دي.

د ترافیکي پېښو دلیل د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ تر څنګ په لويو لارو کې د ترافيک پرسونل کمښت او نشتوالی ګڼل کېږي.

د افغانستان په مختلفو سيمو کې ترافیک پرسونل شکايت کوي، چې طالبانو له څو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړي او دا کار يې د دندې د متاثره کيدو سبب شوی.

د زړو ماینونو د چاودنو د زیاتیدو یو دلیل هم په هېواد کې وروستۍ بې نظامي ګڼل کېږي.

د ماین پاکولو ګڼو موسسو ويلي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره بهرنيو تمویلونکو پرې بوديجه یا بنده کړې او يا کمه کړې، چې د کارونو د خنډ او ځنډ سبب شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...