جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پاکستان یو شمېر مذهبي ګوندونو د ط د حکومت د رسمیت...

د پاکستان یو شمېر مذهبي ګوندونو د ط د حکومت د رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه

تاند(جمعه، د جدي ۳مه) د پاکستان مذهبي ګوندونو او مشرانو په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکارۍ سازمان د غونډې د ستاینې ترڅنګ د پاکستان له حکومته وغوښتل د ملګروملتو اشارې ته له انتظاره پرته د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

په لاهور کې پرون (پنجشنبه) د جمعیت علمای پاکستان د مرستیال مشر علامه قاري زوار بهادر په مشرۍ غونډې ته د پاکستان د مذهبي ګوندونو مشرانو د امریکا له متحدو ایالتونو، ملګروملتو او نړیوالو مالي موسسو څخه وغوښتل چې د افغانستان اسعاري شتمنۍ ازادې کړي او پرېږدي چې افغانان پر خپلو ستونزو لاسبري شي.

د پاکستان مذهبي ګوندونو په خپله غونډه کې له نورو اسلامي هیوادونو او اسلامي همکارۍ سازمانه هم وغوښتل چې له افغانانو سره په اوسنیو سختیو کې لاس وکړي.

دوی دغه راز پرېکړه وکړه چې نن (جمعه) به د افغانستان ورځ لمانځي او د جوماتونو له ملاامامانو غواړي چې د ملګروملتو له لوري د افغانستان د مشروع حکومت په توګه د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

 د پاکستان حکومت ویلي چې د طالبانو حکومت به هغه مهال د افغانستان د رسمي دولت په توګه په رسمیت وپېژني چې په نړیواله ټولنه کې په دې برخه کې اجماع رامنځته شي.

2 COMMENTS

  1. اوس به نو د افغانستان د استقلال ورځ او نوری مهمی ورځی هم د پاکستانی ملایانو یعنی د ای ایس ای د ایجنټانو له خوا په پاکستان کی لمانځل کیږی.

    نړۍ ماتی وخوړه او ای ایس ای او د ای ایس ای ایجنټان د افغانستان حکمرانان شول.

    وايی یو میلمه د چا کورکی شپه وه
    پدی شپه سپوږمۍ تندر نیولی وه
    د کور خلکو میلمه ته وویل چی مونږ ټول باید رښتیا رښتیا ووایو چی هسی نه کوم مصیبت راباندی راپریوځی او له دی مصیبت نه خلاص شو.

    میلمه کوربنو ته وویل چی تاسو خپل حال اول ووایۍ او بیا به يی زه ووایم
    کوربنو د سړی ښځی او تر لوره خپل ټول حالونه وویل او د خپلو بدو کارونو نه يی پرده پورته کړه.
    د میلمه وار راورسید نو میلمه ورته وویل چی رښتیا درته ووایم نو داسی کونی کوسی کور ما په ژوند کی نه دی لیدلی

    نو که رښتیا ووایو د تالبانو په څیر دومره غټ خیټی بی ظمیره بی ننګه بی غیرته او بی ناموسه ډله مو په ژوند کی نه ده لیدلی
    دوۍ لا بیا په ډیر افتخار د پاکستان د ټولو نه کثیفو خلکو لکه د ملا ډیزل لاسونه او پښی مچی کوی او داسی سرټیټی ورته ولاړ وی لکه د مفتی عزیز په څیر يی ورله په چڼیتوب کی د شفقت لاس په سر راښکلی وی.

    الله تعالی مو له دی هم نور ذلیله کړه بی ننګه مړظمیرو خبیثانو

  2. اوس به نو د افغانستان د استقلال ورځ او نوری مهمی ورځی هم د پاکستانی ملایانو یعنی د ای ایس ای د ایجنټانو له خوا په پاکستان کی لمانځل کیږی.

    نړۍ ماتی وخوړه او ای ایس ای او د ای ایس ای ایجنټان د افغانستان حکمرانان شول.

    وايی یو میلمه د چا کورکی شپه وه
    پدی شپه سپوږمۍ تندر نیولی وه
    د کور خلکو میلمه ته وویل چی مونږ ټول باید رښتیا رښتیا ووایو چی هسی نه کوم مصیبت راباندی راپریوځی او له دی مصیبت نه خلاص شو.

    میلمه کوربنو ته وویل چی تاسو خپل حال اول ووایۍ او بیا به يی زه ووایم
    کوربنو د سړی ښځی او تر لوره خپل ټول حالونه وویل او د خپلو بدو کارونو نه يی پرده پورته کړه.
    د میلمه وار راورسید نو میلمه ورته وویل چی رښتیا درته ووایم نو داسی کونی کوسی کور ما په ژوند کی نه دی لیدلی

    نو که رښتیا ووایو د تالبانو په څیر دومره غټ خیټی بی ظمیره بی ننګه بی غیرته او بی ناموسه ډله مو په ژوند کی نه ده لیدلی
    دوۍ لا بیا په ډیر افتخار د پاکستان د ټولو نه کثیفو خلکو لکه د ملا ډیزل لاسونه او پښی مچی کوی او داسی سرټیټی ورته ولاړ وی لکه د مفتی عزیز په څیر يی ورله چرته په چڼیتوب کی د شفقت لاس په سر راښکلی وی.

    الله تعالی مو له دی هم نور ذلیله کړه بی ننګه مړظمیرو خبیثانو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب