جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ط د تصفيې کميسيون: د ولايتي رييسانو په ګډون مو نيږدې...

د ط د تصفيې کميسيون: د ولايتي رييسانو په ګډون مو نيږدې ۲ زره تنه له خپلو لیکو وايستل

تاند:( جمعه، د جدي درېيمه) ‏‏د طالبانو د ليکو د تصفيې کميسيون وايي، چې تر اوسه يې ۱۸۹۵ تنه له خپلو لیکو تصفيه کړي او دا لړۍ لا روانه ده.

دغه کميسيون له مشخصو جزيياتو پرته دا هم ويلي، چې په ويستل شويو کسانو کې يو شمېر ولايتي رييسان هم شامل دي.

باختر اژانس د ياد شوي کمېسيون د چارواکو په حواله وايي، چې يو شمېر دغه کسان نيول شوي هم دي او قضيې يې محکمو ته سپارل شوي.

د طالبانو د تصفيې د کميسيون د معلوماتو له مخې، يو شمېر تصفيه کېدونکو کسانو خپله د دوی لیکې پريښي دي.

کميسيون ادعا لري، چې د تېر حکومت د يو شمېر پاتې شونو په ګډون ځينې فاسدې ډلې سوداګر ځوروي او پانګوال له هېواده تېښتې ته مجبوروي.

کميسيون له خلکو غوښتي، چې د داسې خلکو په موندلو کې مرسته ورسره وکړي.

د طالبانو د لیکو د تصفيې خبر په داسې مهال ورکړل شوی، چې د دوی دفاع وزارت په مختلفو ولايتونو کې د خپلو جنګیالیو د پوځي روزنو او د امر بالمعروف وزارت جنګیالیو ته له خلکو سره د ښه چلند په اړه د روزنيزو ناستو خبر ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب