Homeخبرونهننګرهار کې پر ډیورنډ کرښې د پاکستان د اغزن تار مخنيوی شوی

ننګرهار کې پر ډیورنډ کرښې د پاکستان د اغزن تار مخنيوی شوی

تاند:( سې شنبه، د قوس دېرشمه) راپورونه وايي، چې ډيورنډ کرښې سره څنګ ته په ننګرهار ولایت کې طالب ځواکونو د پاکستاني ځواکونو له لوري د اغزن سيم د لګولو مخنیوی کړی دی.

په دې اړه په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې، چې طالبان پاکستاني لوري ته قهریدلي ښکاري او د نار نه لګولو غږ ورباندې کوي.

د طالبانو چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

د خواله رسنيو يو شمېر استعمالونکو د طالبانو د دغه اقدام ستاينه کړې ده، خو ځینې نورو بیا ورته د شک په سترګه کتلي او ویلي، چې په دې ډول ممکن طالبان د ملت وروستۍ غوسه مهارول غواړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون له پاکستان څخه کابل ته له راستنېدو سره سم د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي د پاکستاني صدراعظم عمران خان د یکشنبې ورځې د هغو څرګندونو دفاع وکړه، چې د افغانستان په اړه یې لرلې.

متقي د عمران خان دا خبره د هغه شخصي نظر وباله، چې ویلي وو افغانان په کولتوري لحاظ د ښځينه وو له زده کړو سره حساسيت لري، تېرې حکومتولۍ یې ناکامه وې او دغه هېواد نه پاکستان ته د داعش د خطر غځیدو ګواښ موجود دی.

متقي د عمران خان دا خبرې، هغه هم اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د ده د موجوديت پر مهال د عمران خان شخصي نظر وباله.

طالبان په وروستيو کې د پاکستان په لاسپوڅي توب او د ستراتيژيکو هدفونو د عملي کولو لپاره یې په کار کولو ډېر تورنیږي، خو دوی دا تورونه بې بنسټه ګڼي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...