شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملا برادر: ترکي پانګوال د کانونو په استخراج او نورو زيربنايي پروژو...

ملا برادر: ترکي پانګوال د کانونو په استخراج او نورو زيربنايي پروژو کې ګډون کوي

تاند:( سې شنبه، د قوس دېرشمه)د طالبانو ریاست الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پرون د ترکيې هیواد د تجارانو او پانګوالو له راغلي هیئت سره لیدلي.

د‌ ملا برادر مطبوعاتي دفتر د ترکي پانګوالو په حواله ويلي، دوی چمتو دي چې په افغانستان کې د لویو زیربنايي پروژو د بیا پيل، د کانونو په استخراج او نورو اساسي برخو کې پانګونه ‏وکړي.

ملا برادر د ترکي لوري د دغه هڅې ستاینه کړې او هغوی ته یې د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی.

د دغه لوړپوړي طالب مقام په خبره، اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره شرایط برابر شوي او نړیوال کولی شي دلته په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان په وروستيو کې پر افغان کانونو د چینايي او یو شمېر نورو بهرنيو پانګوالو د پانګونې د لېوالتیا خبر ورکوي.

یو شمېر افغان شنونکي انديښمن دي، چې د طالبانو په لیکو کې د مسلکي کادرونو نشتوالي او په هېواد کې د مشروع او مسوولې حکومتولۍ د نه موجوديت له کبله نه باید په دې شرايطو کې پر کانونو خبرې او قراردادونه وشي.

د دوی په وینا، که طالبان د اقتصادي او بشري ناورين د مقابلې لپاره پر دې برخې تمرکز کوي، مناسب کار به یې نه وي کړی، ځکه ګڼې نورې اسانه لارې شته، چې د اقتصادي او بشري ناورين د حل لپاره یې طالبان د اړوندو متخصصينو په همکارۍ پیدا کولای او عملي کولای شي.

د طالبانو له لوري د کانونو وزارت لپاره هم د اسلامي علومو یو شيخ شهاب الدين دلاور د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی او په نورو برخو کې هم اکثره د دیني مدرسو فارغین ګومارل شوي، چې له مسلکي وړتيا او تجربې بې خبري یې د افغان کانونو لپاره د خطر زنګ ګڼل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب