شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهزاخېلوال: ط واک انحصار کړی، ملي مشروعيت نه لري

زاخېلوال: ط واک انحصار کړی، ملي مشروعيت نه لري

تاند:( سې شنبه، د قوس دېرشمه) د افغانستان د نجات حرکت مشر او د ماليې پخوانی وزير حضرت عمر زاخيلوال وايي، چې طالبانو د افغانستان واک انحصار کړی او حکومت یې ملي مشروعيت نه لري.

هغه په يوه ټلويزيوني مرکه کې وويل، چې د طالبانو سرپرسته کابینه کې په جنيستي، مسلکي، قومي، سمتي او نورو لحاظونو توازن نه دی مراعت شوی او ټول شموله نه دی.

هغه دا هم وويل، چې طالبان د زور له لارې واک ته رسېدلي او لا ملي مشروعيت نه لري.

د ده په وينا، طالب مشرانو خپل حکومت سرپرست اعلان کړی او تمه شته، چې زر به ټول ګډونه او ټولو ته د منلو وړ نظام رامنځته کړي.

د طالبانو دغه سياسي متحد ټينګار کوي، چې طالبان باید لومړی د لويې جرګې يا بلې لارې لومړی خپل حکومت ته ملي مشروعيت تر لاسه او بيا په دې توګه د نړيوال مشروعيت موندلو زمينه برابره کړي.

عمر زاخيلوال پر طالبانو غږ وکړ، چې په دې برخو کې له وخت ضايع کولو څخه ډډه او زر عملي اقداماتو ته لومړيتوب ورکړي، ځکه د ده په خبره د وخت ضايع کیدل او ځنډ یې په تاوان تماميږي.

دغه پخواني جمهوري مقام د ملي بیرغ د پر خپل ځای پاتې کیدو غوښتنه هم وکړه او ويې ويل، چې دا بیرغ د افغانستان د اسلامي، ملي او تاریخي هويت د تمثیل تر څنګ نورې ښې ځانګړنې لري.

هغه په ورته وخت کې د طالبانو بیرغ هم اسلامي او د درناوي وړ وباله.

د‌ ملي سرود په اړه د زاخېلوال نظر دا و، چې پخوا هم څو نظامونو بدل کړی او بيا هم د سره کتنه پرې کیدای شي.

ډاکټر زاخيلوال، چې د ولسمشر غني د سولې د هڅو سخت منتقد و، يو ځل بيا يې هغه د سولې د هڅو سبوتاژونکی وباله او په مقابل کې یې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحده ايالاتو د مستعفي شوي استازي زلمي خليلزاد د سولې نیت وستایه.

د زاخيلوال په خبره، خلیلزاد ېې ښه ملګری و، د سولې هڅې یې ښه پیل کړې، خو د ولسمشر غني او یو شمېر هېوادونو له لوري د میلیونونو ډالرو له لګولو سره یې دغه هڅي سبوتاژ شوې.

زاخېلوال په دې اړه نور جزییات ورنه کړل، خو ويې ويل چې خلیلزاد د ولسمشر غني د دغو تخریبي هڅو پر وړاندې د امريکا د باصلاحيته استازي په توګه قاطع موقف غوره نه کړ.

عمر زاخيلوال په ياده مرکه کې داعش ډله په افغانستان کې بې اغېزې وګڼله او ويې ويل، تخریبي هڅې او فعالیتونه لري، خو له دې کبله چې د افغانستان له واقعیتونو سره ډېر مطابقت نه لري، دی يې په اړه ډېر اندیښمن نه دی.

زاخېلوال له طالبانو وغوښتل، چې د حکومتولۍ او سیاسي بهیر د پراختيا لپاره سینه لویه او ټولو لوریو ته په کابل کې د فعالیت زمینه برابره کړي.

د‌ ده په خبره افغانستان نور د جنګ حوصله او علاقه دواړه نه لري او له سياسي لارې بايد موضوعات حل شي.

زاخېلوال دغه راز زياته کړه، چې له هېواده بهر د طالبانو خلاف له فعاليتونو سره موافق نه دی، ځکه د بهرنيو شبکو د اغېزمنتيا شک پرې کیږي، خو په عین حال کې ډاډه نه و، چې طالب ضده څېرې کابل ته دعوت او د سیاسي مخالفت د حق خوندیتوب ډاډ یې ورکړي.

طالبانو د زاخيلوال څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې ورسره د لیدنو کتنو موضوع تایید یا رسنیزه کړې ده.

4 COMMENTS

  1. عجیبه ده، که غله او د پردو جاسوسان په حکومت کې شامل شي، بیا به ټول شموله وي. طالبان په دین ولاړ خلک دي او د شریعت سره سم حکومت چلول غواړي. دا چې وبه چلیږي او که نه، دا بله مسئله ده. دا هم سمه خبره ده چې اصل او حقیقي اسلام یو شمېر خلک نه غواړي او د اسلام خپله نسخه وړاندې کوي، خو دا نسخې نه چلېږي. ځیني خلک طالبان د خپل ذهن سره سم یا سوسیالېسټ، ډېموکراټ، اخواني او داسې نور غواړي. په داسې حال کې چې دوی ځانونه قران او شریعت ته ژمن بولي. طالبان، طالبان دي او بس. که زور لرئ، پسې راپورته شئ او د سپیو د کلي څخه یې تېر کړئ او که نه تاسو یې تېر کړي یئ. مننه

  2. هیبت طالبان دیگه تمام است ، که یک دزد اینطور حرفها میگه بزن ده دانش پرتیش به زندان که از دست همی حزب و حزب بازی مردم تباه و برباد شد ، ده قار خدا شوین !

  3. زاخیلوال د اشغال د ناروا لاسته راوړنو نتیجه او یو منفعت طلبه اماتور سیاستوال دی. په خپل وخت کې یې تر ستوني ځان په فساد کې غرق کړ، ان د اقاربو په نامه یې بانکي اکونټونه له ډالرو ډک کړل… اوس یې ټولي منډي را منډي او میلمستیاوي د اقتدار او ځان مطرح کولو په غرض او مرض دي. دطالبانو د نرمښت او زغم څخه په استفادې غواړي د پوپولیستي اظهاراتو په بیان سره د عوامو د غولولو هڅه و کړي…

  4. دتاسو په شان داسی فا سدی څیری که په ټولګډونه حکومت کی ګډ شی دا به دطالب دحکومت زوال وی او ملت به ورنه کرکه وکړی
    دا تاسی مقسدین په کوم وجدان او ایمان را وړاندی کیږی او او س هم چه ټول وطن مو جور ګړ د حکومتی پوستونو دعوی کوی
    هو تاسو په څیر کسانو ته طالبان هغه وخت حکومتی څوکی درکړی چه ټولی نامشروع ګټلی پنګه مو بیت المال ته تسلیم کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب