سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهافراسياب خټک عمران خان ته، د افغانستان د لاندې کولو دا دسيسه...

افراسياب خټک عمران خان ته، د افغانستان د لاندې کولو دا دسيسه به دې هم شنډه شي

تاند:( دوشنبه، د قوس نهه ویشتمه) د پاکستان تر واک لاندې قلمرو کې د ملي جمهوري غورځنګ مشر لارښود او ملتپال سياستوال افراسياب خټک د افغانستان په اړه د پاکستان د صدراعظم عمران خان پرونيو پارونکو څرګندونو ته توند غبرګون وښود.

عمران خان نن د افغانستان د بشري ناورين په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان د فوق العاده غونډې پر مهال په ډېر مهارت د طالبانو لخوا د افغان نجونو د زده کړو او فعاليتونو پر وړاندې د طالبانو د رامنځته کړو خنډونو دفاع کړې ده.

عمران خان وویل، چې نړیواله ټولنه دې د نجونو د زده کړو په اړه خپلو غوښتنو کې حساس وي او د افغانستان د فرهنګي ارزښتونو درناوی وکړي.

هغه دغه راز وويل، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د داعش ډلې ګواښ موجود و او اوس یې انديښنې لا زیاتې شوي دي.

افراسياب خټک د عمران خان دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي: اوس خبره دې ته شوه چې عمران ، د چا په خوله چې پاکستان کې هم څوک پیاز نه خوري ، هغه به دافغانستان د معارف په باب تصمیم نیسي.

ښاغلي خټک پاکستاني صدراعظم ته په خطاب کې ویلي: که خدای کول، د افغانستان د لاس لاندې ساتلو د پخوانیو دسیسو په شان به دغه نوې دسیسه هم شنډه شي!

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان څرگندونې د افغانانو ترمنځ د تفرقه اچونې هڅه او د افغانستان خلکو ته سپکاوی ګڼلی.

حامد کرزي له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د افغانستان په کورنيو چارو کې له لاسوهنې او د افغانستان په استازيتوب پر نړيوال سټیج له را څرګنديدو ډډه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې عمران خان دا څرګندونې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په موجوديت کې کړي.

د طالبانو د منتقدینو په باور، له دغې ډلې ځکه د افغانستان د تاريخ، فرهنګ او هويت د دفاع تمه نه شي کیدای، چې پاکستان لسیزې وړاندې د استخباراتي موخو او خپلو ستراتيژيکو هدفونو د عملي کولو تر څنګ د افغانستان د یادو ارزښتونو د نابودولو لپاره رامنځته کړې ده.

طالبانو نه يوازې د عمران خان په دې څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی، بلکې د منتقدینو په خبره یې ممکن دفاع هم ورڅخه وکړي، ځکه په حقانیه او نورو پاکستاني مدرسو کې په همدې مفکوره روزل شوي دي.

د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې نيږدې ۴ میلیونه نجونو ته په دې پلمه چې د زده کړو لازم شرایط به ورته برابريږي، د‌ زده کړو دروازې تړل شوي دي.

طالبان په دې اړه د نيږدې ټولې نړۍ تر فشار لاندې دي، چې باید ترل شوي ښځينه ښوونځي زر پرانيزي او د نورو زده کړو او فعاليتونو حقونه ورکړي، خو پاکستان د دې ډلې د تولیدونکي او پالونکي په توګه يوازينی هېواد دی، چې د طالبانو دغه اقدامات تايیدوي او دفاع ورڅخه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب