چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهوحید الله سباوون: ولسمشر غني ۲ کاله د کابل دفاع کولای شوه،...

وحید الله سباوون: ولسمشر غني ۲ کاله د کابل دفاع کولای شوه، خو وینه یې تویه نه کړه

تاند:( دوشنبه، د قوس نهه ویشتمه) د افغانستان د متحد حزب اسلامي ګوند مشر وحیدالله سباوون وايي، چې ولسمشر غني د نورو ولايتونو د سقوط باوجود یوازې کابل نه تر ۲ کلونو د دفاع امکانات لرل، خو د وینې توییدو د مخنیوي لپاره یې دغه کار ونه کړ.

د هغه په وينا دا ښه پریکړه وه، ځکه په هلمند او کندهار کې د جمهوري نظام او طالبانو په درنو جګړو کې درانه تلفات واوښتل.

دغه افغان سیاستوال د یوې ټلویزیوني مرکې پر مهال دا هم وويل، چې د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته یې په نظام کې د طالبانو په نه موجوديت اعتراض درلود او اوس له طالبانو غواړي، چې د نورو سیاسي لوړیو د منزوي ساتلو تجربه تکرار نه کړي.

دا څرګندونې په داسې مهال دي، چې د ولسمشر غني د هېواد نه وتو پریکړه تراوسه هم يوه له تودو افغان سیاسي بحثونو څخه ده.

امریکا او طالبان د هغه دا ناڅاپي کار د سولې بهير سبوتاژ او دغه راز د نظام د پاشلتيا سبب ګڼي، خو د اشرف غني د ملي امنيت سلاکار حمد الله محب چې له هېواده د هغه د وتو پریکړه او تنظیمات یې کړي، ټینګار لري چې د هغه د پاتې کیدو په صورت کې طالبانو د پاکستاني استخباراتو په اشاره د ولسمشر غني د وژلو او بې عزته کولو پلان درلود.

طالبانو بيا په دې اړه ادعاوې رد کړي او ويلي، چې داسې کوم پلان ورسره نه و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب