سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهقاري فصیح الدین: بسم الله خان او صالح د شتمنيو د...

قاري فصیح الدین: بسم الله خان او صالح د شتمنيو د خونديتوب لپاره یې زارۍ را لېږي

تاند:( دوشنبه، د قوس نهه ویشتمه) د طالبانو لوی درستیز قاري فصيح الدين ادعا کړې، چې د جمهوري نظام لومړی مرستیال امرالله صالح او د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي ورته د خپلو ۶۱ لوړپوړيزو ودانيو او حويلیو او نورو شتمنيو د نه ظبط کیدو لپاره خلک ور لیږي او د همکارۍ غوښتنه ورڅخه کوي.

د ده په وينا دغو جمهوري چارواکو څو ځلې پیغامونه ورلیږلي او د همکارۍ غوښتنه یې ورڅخه کړې ده.

د قاري فصيح الدين د معلوماتو له مخې، د‌وی د صالح او محمدي په نوم د تېلو ۱۲ ټانګونه، ۷ موټر پلورنځي او ترانسپورتي شرکتونه، ۶۱ حويلۍ او لوړ پوړيزې ودانۍ، ۱۱ سرايونه، ۲ غږيزې او تصویري رسنۍ او په کابل ښار کې ۹ سپينې نومرې موندلي دي.

دغه طالب مقام نه دي ويلي، چې په دغو شتمنيو کې څومره یې د کوم یوه پخواني چارواکي دي.

تېره اونۍ د طالبانو له لوري پر دوی د اعتراضونو په غبرګون کې د ولسي جرګې د وروستي رييس میر رحمان رحماني او د هغه د زوی اجمل رحماني د پراخو شتمنیو د ضبطولو خبر هم ورکړل شوی و.

دغو مخکینيو سیاسي څېرو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د تاند له معلوماتو سره سم، د امرالله صالح په نوم ډیر جایداد نشته، خو د نوموړي د ورور په نامه شته.

 البته محمدي ښايي تر دې هم ډیر کورونه او لوړې ودانۍ ولري.

له دې سره نه ده روښانه شوې، چې د طالبانو لوی درستیز د شتمنيو په ضبط کې څه رول لري؟

3 COMMENTS

  1. سلامونه ! که طالبان یو کاروکړی دې سره به خوار وخلکو ته هم یو څه ورسیږی اوملت به هم دوی سره ودریږی – هغه چاره به داوی چې ډتولو مفسد تنظیمی فرعونانو شتمنی – دې پخوانی مفسد دولت دچارواکو شتمنۍ ضبطی اوبیت المال ته ولیږی – یواځې هغوی ته دومره پریږدی چې دپلرونو په وخت کې یې درلوده – ځکه په هغه وخت کې یې ګوډ خر نه درلود اوپه دا نږدې وختونو کې یې کروزین موټر تر پشولاندې ول اوځینې وپوښتل شی چې دا یې له کومه کړل

  2. د سقوي-ټامي جمبوریت مرداری به یو بل پسې همداسې راپورته کیږي. د کوڼډې زوی به یې د مرګ لیکې ته لېږلو چې دفاع ده نظام دی جمهوریت دی پلانه ده ډينګه ده او دوی به یې له ډوډۍ مرمۍ کفن و تابوت و وینو او هډوکو قصرونه جوړول.. هی شرمېدلیو!! هی د ګډ زامنو!!

    ټالب که دغه حرام په وینو سره ملکیتونه سلبولی یا خرڅولی نه شي، لږترلږه دې دا ټول په اجاره يا کرایه ورکړي او غواید یې د کوڼډو یتیمانو ته جاري کړي.

  3. دا و دټولګډونه حکومت چارواکی او ټولګډونه حکومت
    هغه هیوادونه چه دا نعری پوړته کوی پوه دی شی چه هغه ټولګډونه حکومت چه دوی یی غواړی دملت دښمن حکومت به وی
    داسی حکومتونه چه غله اوفاسد په کی شتون ولری دافغانستان ولس ته ومنلو نه دی
    هیله ده چه اوسنی حکومت ددی فاصدو ټولی شتمنی وڅیړی او بیت المال ته دی تسلیم کړی
    او که داسی ونه کړی په اخرت کی به دا اوسنی چاواکی دالله په دربار کی ځواب ویوونکی وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی