یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+داسې ډرون چې ۱۶ توغندي لېږدوي جوړ شو

داسې ډرون چې ۱۶ توغندي لېږدوي جوړ شو

تاند- جنرال اټومیکس کمپنۍ (General Atomics) داسې بې پېلوټه الوتکه یا ډرون جوړ کړی چې له هوا څخه مځکه ویشتونکي ۱۶ توغندي وړلی شي.

د دې ډرون د هر توغندي، چې خورا دقیق دي، وزن ۴۵ کیلوګرامه دی. له همدې کبله هم دا بې پېلوټه الوتکه ډېره مهمه ده.

د دې ډرون، چې مواوې (Mojave) نومېږي، توغندي (AGM-114 Hellfire) بلل کېږي او زغرې ضد دي. دا توغندي لاکهید مارتین کمپنۍ جوړ کړي دي.

د مواوې Hellfireتوغندي په ډېر دقت له هوا څخه پر مځکه ټانکونه ویجاړولی شي.

د مواوې ایم ۲۵۰ انجن رولزرویس کمپنۍ جوړ کړی او ۴۵۰ اسه قدرت (هارس پاوره) لري.

په مجموع کې دا بې پېلوټه الوتکه ۱۵۱۰ کیلو وزن پورته کولی شي.

مواوې له مځکې څخه په مستقیم ډول کنټرولېدای شي او د پوځي الوتکو په وسیله وړل کېدای شي.

دا ډرون تر ۷۲ ساعتونو پورې بې وقفې په هوا کې پاتې کېدای شي یعني الوت ته دوام ورکولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب