Homeخبرونهم.م: د ط له واکمنیدو سره ۱۰۰ هدفي وژنې شوي، چې ۷۲...

م.م: د ط له واکمنیدو سره ۱۰۰ هدفي وژنې شوي، چې ۷۲ یې دوی کړي

تاند:( چار شنبه ، د قوس څلور ویشتمه)‏‏‏‏ ‏د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د یوه راپور له خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره لږ تر لږه ۱۰۰ تنه په هدفي ډول وژل شوي، چې د ۷۲ تنو د وژنې مسوولیت یې خپله طالبانو ته ور ګرځي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمیسارۍ مرستیال نادا النشیف ویلي، چې د دې ترڅنګ ۵۰ تنه د طالبانو له لوري داعش سره د تړاو په نوم هم وژل شوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د سلو هدفي وژنو ۷۲ یې پر طالبانو تاوان دي، ځکه د دغو کسانو اکثره یې د دوی مخالفان وو او له وژل کیدو وروسته یې جسدونه په عام محضر کې د وحشت خپرولو په موخه ځړول شوي او بشري حقونه نقض شوي.

سرچینې زیاته کړې، چې د طالبانو له واکمنیدو سره ۸ تنه افغان فعالان او ۲ خبریالان هم وژل شوي.

د دې ترڅنګ، دغه سازمان د طالبانو له لوری د ۵۲ تنو ناقانونه نیول کیدل هم مستند کړي دي.

یاد شوي نړیوال مقام په ورته وخت کې د طالبانو واکمني د ناقانونه وژنو او د ښځو او نجونو د لومړنیو حقونو د محدودولو واکمني ګڼلې.

هغه په له لوږې ډک ژمي کې د مجبوریو له زیاتیدو سره د نورو کم عمره نجونو د پلورل کیدو او ودیدو اندیښنه هم ښودلې.

سربېره پردې ملګرو ملتونو د پخوانیو افغان قاضیانو، څارنوالانو، مدافع وکیلانو او په خاص ډول په دې برخو کې د ښځینه کارکوونکو د امنیت په تړاو اندیښنه ښودلې.

بل لور ته په ژنیو کې د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام استازي نصیراحمد اندیشه ویلي، چې د طالبانو هدفي وژنې او د بشري حقونو نقض تر دې ډېر پراخ دی، چې نړیوالې ادارې یې اعلانوي.

د هغه په باور، دغې ډلې تر دې خورا زیات جنایتونه کړي، خو د قیوداتو او شدید سانسور له کبله یې مستند سازي نه ده شوې او په ډېرو پېښو او جنایتونو خلک چوپ پاتې شوي.

طالبانو د ملګرو ملتونو دغه تازه راپور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې د طالبانو رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند د بشري او ښځینه حقونو د نقض له پلوه پر دوی تورونه رد کړي وو.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ خو لا دا هم ویلي، چې د بشري حقونو په تامین کې دوی تر ټولې نړۍ مخکې دي او چمتو دي چې د بشري حقونو د تامین په اړه نړیوالو ته د زده کړې ورکشاپونه هم ورکړي.

2 COMMENTS

  1. تاسی بی وجدانه دا 20 کاله چیرته وی چی په افغانستان کی د ورځی په سلهاو هدفی وژنی کیدلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...