یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهچارواکو ته د پټ واکمن هيبت الله سپارښتنه، له خلکو ځانونه مه...

چارواکو ته د پټ واکمن هيبت الله سپارښتنه، له خلکو ځانونه مه پټوئ

تاند:( چار شنبه ، د قوس څلور ویشتمه)‏‏‏‏ ‏ د طالبانو امیرالمؤمنین شیخ مولوي هیبت‌الله اخندزاده، چې خپله کلونه کيږي له خلکو پټ دی او حتا د مرګ و ژوند په اړه يې له دې کبله ضد و نقيضې ادعاوې شوي، په کندهار کې د خپلې ادارې له ځايي مشرانو غوښتي، چې له خلکو څخه دې ځانونه نه پټوي.

د کندهار ولايت مقام پرون ادعا وکړه، چې ملا هیبت الله اخوند د دغه ولايت په مقام کې د کندهار ولايت د ټولو ادارو له رئیسانو سره وکتل.

د سرچينې په حواله، په دې غونډه کي د طالبانو د حج او اقافو وزیر شیخ مولوي‌ نورمحمد ثاقب، د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا او یوشمېر نورو مسئولینو هم برخه لرله.

په دې غونډه کې هیبت‌الله اخندزاده د يو لړ تشريفاتي خبرو تر څنګ، د کندهار ولايتي رئیسانو ته د ۱۵ فقره يي سپارښتنو په ترڅ کې ۱۴ مه سپارښتنه په دې ډول کړې ده:(( د ولس څخه ځانونه مه پټوئ؛ بلکي هر وخت ورسره مجلسونه کوئ.))

دا لومړی ځل دی، چې طالبان د خپل عمومي مشر (چې دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي) د یوې رسمي ليدنې ادعا کوي.

د‌ دغې لیدنې کوم ویډیو یا عکس طالبانو نه دی خپور کړی، چې ورسره د هيبت الله اخوند زاده د نه مړينې ادعا یقیني شي.

د طالبانو له واکمنیدو سره، د هيبت الله اخوند زاده د مړينې ګڼ راپورونه خپاره شول، چې د طالبانو وياندويانو رد کړه، خو تر اوسه يې د هغه کومه مستنده ویډیو یا عکس نه دی خپور کړی.

د ننګرهار پخوانی والي شاه محمود مياخېل له خلکو څخه د ادعا شوي ملا هیبت الله په اړه وايي: (( مشکل دا دی چې د دوی مشر ملا هم په اسلام خبر نه دی ځکه په اسلام کې رهبانیت او په مغارو کې اوسیدل نشته. لا رهبانية في الإسلام. مشر ملا که مړ نه وي خو په مړي حساب دی ځکه ستر دی او خبرې نه کوي.))

د يادونې وړ ده، چې د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې طالبانو يو شمېر سياستوال مجبورول، چې د دوی له مشر سره د امیرالمؤمنین په توګه بيعت وکړي.

اسلامي علما بیا ټینګار لري، چې د اسلامي احکامو په اساس بايد خلک له هغه چا سره ښه وپېژني او په اعمالو او فضايلو يې دقيق خبر وي، چې دوی د امير په توګه بيعت ورسره کوي.

2 COMMENTS

  1. دا خو اسمانی مخلوق دی انسانان یی نشی لیدلای. افسوس پدوی. خو که د افغانانو حوسله یی ختمه کړه بیا ددوی خیر نشته. او دا به کیږی. دوی په تاریخ هسی هم نه پوهیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب