جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهسرچينې: ځوان فلسفي لیکوال بخت الله استخباراتو نیولی او بيا ورک دی

سرچينې: ځوان فلسفي لیکوال بخت الله استخباراتو نیولی او بيا ورک دی

تاند:( سې شنبه، د قوس درويشتمه)‏‏‏‏ له پکتيا ولايت څخه د يوه ځوان فلسفي ليکوال او د کابل پوهنتون د محصل بخت الله نيږدې سرچينو تاند ته ويلي، چې دغه ځوان لیکوال بيا طالبانو نیولی او نادرکه کړی دی.

بخت الله چې د کابل د ښونې او روزنې پوهنځي یو غریب او یتیم محصل وو څلور هفتې وړاندې د طالبانو له خوا پکتیا کې ونیول شو.

هغه درې ورځې نادرکه و، خو په ټولنيزو رسنيو کې يې په اړه له بحثونو وروسته طالبانو ظاهرا د خلکو د کرارولو لپاره نوموړی خوشې کړ.

اوس سرچینې وايي، چې دغه ځوان لیکوال په پکتيا کې د طالبانو استخباراتو بيا نیولی او د مرګ و ژوند معلومات یې نشته.

د نوموړي د خپلوانو له قوله چې هغه یې د لمړي ځل زندان په وخت کې ډیر زیات شکنجه کړی وو او د وژلو تصمیم یې درلود، خو دا چې موضوع یې رسنیزه شوه نو مرګ یې وځنډول شو.

نولس کلن بخت الله چې مور او پلار یې وخته وفات شوي دي او هیڅ ورور نلري د ټولې کورنۍ یواځینی سرپرست دی.

د هغه له نیولو سره نه یواځې چې د هغه د کورنۍ غړي او خویندې خواشیني دي بلکې بې سرپرسته او بي ډوډۍ شوي هم دي.

طالبانو د نوموړي د نیولو په اړه څه نه دي ويلي.

د دوی د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي تازه، په يوه بهرنۍ مرکه کې ادعا کړې چې د مخکيني نظام د منسوبينو او خواخوږو په ګډون دوی هیڅوک له طالبانو سره د مخالفت په خاطر وژلي يا شکنجه کړي نه دي.

د يادونې وړ ده، چې طالبان په دې اړه په خبرو او عمل کې د سخت توپير له کبله سختو نيوکو او بې باورۍ سره مخامخ دي.

2 COMMENTS

  1. THOUSANDS OF AFGHANS KILLED BY TALIBS.
    MY BROTHER BAKHTULLAH IS A POOR STUDENT. BY KILLING OR FUNISHING OF HIM YOU WILL NOT GET SUCCESS.
    BUT ONE DAY YOU WILL SHOW RESPONSE.
    AL LAH IS JUDGE.
    THANK YOU

  2. د یو تعلیم یافته ځوان نیول او ځورول د تالبانو د هغی کرغیړنی څیری نه پرده پورته کوی چی دا یوه وحشی ډله ده او د علم او تعلیم سره لویه دښمنی لری. او هر افغان چی پوه او فکری لستقلال ولری ددوۍ لوی دښمن دی.

    د تالبانو منافقت او دروغجنی دعوی د افغانانو د سترګو په وړاندی بربنډی دی.

    تالبان د مغلو هغه تور لښکر او دهغوۍ مزدوران دی چی په افغانستان کی پرته له تورو مغلو او د هغوۍ د مزدورانو نه بل هیڅ یو افغان ته د ژوند حق نه ورکوی.

    افغانان باید د تالبانو د ناروا وحشتونو او تور جهالت په مقابل کی پاڅون وکړی او د فلسفی ځوان بخت الله په حق کی خپل غږ پورته کړی.
    په هر رښتینی افغان فرض دی چی خپله انسانی او اسلامی وجیبه تر سره کړی او د مغلو ددې تور لښکر دوحشت په هر میدان کی مقابله وکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب