چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهامر الله صالح د ډالرو د بیې لوړېدو په اړه خپلې ادعاوې...

امر الله صالح د ډالرو د بیې لوړېدو په اړه خپلې ادعاوې رسنيزې کړې

تاند:( سې شنبه ، د قوس درويشتمه)‏‏‏‏ د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح په يوه لنډه لیکنه کې د افغانيو پر وړاندې د امریکايي ډالرو د بیې لوړېدو په اړه خپله شننه او ادعاوې وړاندې کړې.

ښاغلي صالح ويلي، چې د افغانستان د خصوصي بانکونو سقوط، حقاني شبکې ته د افغانستان د مرکزي بانک سپارل کيدل، د بهرنيو اسعارو د ازادې تبادلې مخنيوی، د‌ شهزاده سرای تړل کیدل، د ګمرکي عوايدو چپاول، د نيشه يي توکيو د‌ کښت سراسري کیدل، په ناقانونه توګه د افغاني بانک نوټونو چاپ ته مخ اړول، د‌ ترهګرو ډلو د پټو مرستو تر لاسه کولو ته مراجعه او د پاکستان او څو نورو استخباراتو د ناڅیزه نقدو پيسو ترلاسه کول د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د نه دريدونکي سقوط عمده لاملونه دي.

امرالله صالح زياتوي، چې طالبان د پاکستان له لوري په همدې موخه رامنځته شوي چې په افغانستان کې وژنې او ورانونې وکړي.

دغه افغان سياستوال طالبان تورنوي، چې له شکنجې او تاوتريخوالي پرته د بل هیڅ شي په اړه فکر او باور نه لري.

صالح خبرداری ورکوي، چې له دې کبله به د افغانيو سقوط دوام ولري، خو هغه وخت به دا بحران حل شي چې طالبان له خپل لجاجت څخه لاس په سر او د وضعیت ښه کيدو لپاره د خلکو ارادې ته غاړه کیږدي.

مخکيني مرستيال ولسمشر د طالبانو لپاره د ملي او نړيوال مشروعيت تر لاسه کولو ټينګار هم کړی او ویلي، چې له دې پرته به له افغانستان د انساني ماغزو او ظرفيتونو تېښته دوام ولري.

د ده په باور، د طالبانو له اصلاح کيدو پرته به هیڅوک د دوی د ستمګر او متحجر رژيم تر سيوري لاندې پانګونه ونه کړي.

طالبانو د امرالله صالح څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

2 COMMENTS

  1. خدا خوارت کند صالح ازدست شما ما به علف خوردن مجبور شیدیم اونه یک برادر ګفت له لوږې څو نه مری انسان په وښو خوړلو ژوندی پاتی کیږی یعنی علف و کاه بخورید
    این درحالیکه امسال ما برای ګاو خود نیز کاه نداریم بیده خو بیخی نیست اینن همه ازدست شما که متفق ، پاک ، مستحکم و بی تعصب و مبرا از فساد نبودید شما مشر خود را تنها ماندید یکدیګر را حمایت نکردید حال فراری شده اید در مجلس ششونیم که چه رقم مجلس است اما برادر شالو ذکر کرده از کمبوت کاه وعلف نیز تصمیم روشن کنید با احترامات

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب