یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد امر بالمعروف وزیر: حجاب يانې دا چې ښځې په بشپړه توګه...

د امر بالمعروف وزیر: حجاب يانې دا چې ښځې په بشپړه توګه وپوښل شي

تاند:( دوشنبه ، د قوس دوه ويشتمه)‏‏‏‏ د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزير شېخ محمد خالد حنفي نن د لویې جرګې په تالار کې د کابل ښار د ګذر له وکيلانو سره غونډه کړې او د وزارت غوښتنې يې ورسره شريکې کړي دي.

نوموړي په دې غونډه کې د ګذر وکيلانو ته ويلي، چې د ژبې په وسيله دې په ټولنه کې د منکراتو د مخنيوي لپاره کار وکړي.

هغه په دې برخه کې کار، د ګذر د وکيلانو له مکلفيتونو څخه یاد کړی او ويلي، چې له امر بالمعروف پرته اسلامي نظام حاکميدلای نه شي.

شېخ خالد دا هم وويل، چې په دې برخه کې له زوړ څخه کار اخيستل يوازې د دوی د وزارت د ځواکونو کار دی.

د طالبانو دغه وزير د ښځو د حجاب په اړه هم غږيدلی او ويلي، چې د اسلامي احکامو په اساس ښځې بايد په بشپړه توګه وپوښل شي، ځکه حجاب همدې ته وايي.

هغه دا هم وويل، چې د ښځو د نفقې حق تامينول د نارینه په غاړه دی.

طالبانو د ښځو د حقونو په اړه، چې تر اوسه د اسلامي احکامو په نوم کومې څرګندونې او اقدامات کړي، له ټولې اسلامي نړۍ سره فرق لري.

طالبان د مصر په ګډون، چې د الازهر پوهنتون مرکز پکې دی، په ټولو اسلامي هېوادونو کې د اسلامي شريعت د نه حاکميت ادعا کوي.

دوی له دې کبله د ګڼو اسلام پوهانو او خلکو له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

منتقدین وايي، چې طالبانو له اسلام څخه د افراطي او هره ورځ په خپله خوښه د نوي تفسير له وړاندې کولو سره نور خلک په کفر تورنوي او د اسلام د بدنامۍ سبب ګرځي.

5 COMMENTS

  1. هغه په دې برخه کې کار، د ګذر د وکيلانو له مکلفيتونو څخه یاد کړی او ويلي، چې له امر بالمعروف پرته اسلامي نظام حاکميدلای نه شي.
    شېخ خالد دا هم وويل، چې په دې برخه کې له زوړ څخه کار اخيستل يوازې د دوی د وزارت د ځواکونو کار دی.
    د طالبانو دغه وزير د ښځو د حجاب په اړه هم غږيدلی او ويلي، چې د اسلامي احکامو په اساس ښځې بايد په بشپړه توګه وپوښل شي، ځکه حجاب همدې ته وايي.

    لا اکراه في الدين
    من شاء فليؤمن ومن شاء فليکفر
    ان عليک الا البلاغ وما علينا الا الحساب
    هېڅوک د رب العالمين له احکاماتو منکرېدای نه شي او دا ښه خبره نه ده.
    =-=-=
    وقرن في بيوتكن ولا تبرجن تبرج الجاهلية الأولى ۖ وأقمن الصلاة وآتين الزكاة وأطعن الله ورسوله ۚ إنما يريد الله ليذهب عنكم الرجس أهل البيت ويطهركم تطهيرا [الاحزاب : ۳۳]
    وإذا سألتموهن متاعا فاسألوهن من وراء حجاب ذلكم أطهر لقلوبكم وقلوبهن
    يا أيها النبي قل لأزواجك وبناتك ونساء المؤمنين يدنين عليهن من جلابيبهن ۚ ذلك أدنى أن يعرفن فلا يؤذين ۗ وكان الله غفورا رحيما [الاحزاب : ۵۳ او ۵۹ ]
    طالبي وزير شيخ حنفي يوازې عالم او مسلمان نه دی، بلکې ګرده اسلامي او نااسلامي نړۍ له علماو او ښو مسلمانانو څخه ډکه ده. موږ لا تر اوسه په نړيواله کچه لا څه ان چې په سيمه ييزه کچه داسې نوموتی عالم نه لرو چې سيمه لا ان چې همدا ګاونډی چا چې دوی رامينځته کړي راسره ومني. ښه بېلګه يې د دوی مشرتابه اميرالمؤمنين دی چې له مشر ملا صاحبه نيولې تر هبت الله پورې هېڅوک يې راسره د اميرالمؤمنين په توګه نه پېژني. ان هماغه مولاناګانو چې دوی يې رامينځته کړي هم يې د ځان لپاره د اميرالمؤمنين يا امير (مشرتابه) په توګه نه پېژني. هغوی خپل سيکولر عمرانخان ته ژمن دي نه د دوی اميرالمؤمنين ته. پاتې شوه لا د طالبانو د امر بالمعروف ونهی عن المنکر وزير شو.
    لله الحمد موږ د حنفي مذهب ترڅنګ نور مذاهب هم لرو چې په هغوی هر يو کې لله الحمد ډېر نوموتي او جيّد (تکره) علماء شته، خو يو هم په دې مساله کې دومره ټينګ او افراطي نه دی لکه زموږ شيخ خالد حنفي.
    که دوی چا ته د احنافو او مسلمانانو لا څه ان چې د يو انسان په توګه ارزښت لرلای، نو چا به پر امريکا د ډالرو په مقابل کې نه پلورلی. نوموړی بايد پراخه ار اړخيزه اسلامي مطالعه ولري او بيا دې د زور ګواښنې کوي.
    زه حيران دېته يم چې رب العالمين د زور کارونه محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم ته پخپل لارښود کتاب قرآن کريم کې نه کارولې يعنې سپارښتنه يې ورته نه ده کړې. ښه به دا وي چې خلکو ته په ښه خوي او نرمه ژبه اسلامي درانه ارزښتونه وړاندې شي. شيخ حنفي د پېغمبر (ص) دنده پرېښې چې هغه رسونه ده. رسونه د انبياو دنده او محاسبه د رب العالمين اختيار دی او رب العالمين دا اختيار هېچا ته نه دی ورکړی. موږ لا تراوسه يو واحد تعريف د حجاب لپاره نه لرو. بهترين ځای د عمل هغه وخت د مدينې ټولنه وه چې پېغمبر عليه الصلاة والسلام پکې ژوند کولو. د حجاب د حکم له نزول وروسته هلته هغه وخت څه بدلون راغی؟
    ايا ښځې په کور کښېنول شوې؟ نه هېڅکله نه.
    https://www.youtube.com/watch?v=r10o6KsouZk&t=477s
    https://www.youtube.com/watch?v=1bUufv4Aqrs
    https://www.youtube.com/watch?v=wekCtVjkaVw&t=27s
    https://www.youtube.com/watch?v=TM-bMSvKgXo&t=2497s
    https://www.youtube.com/watch?v=3MNHo35qNbU&t=261s
    اسلام يو ډېر هر اړخيز پراخ جامع دين دی. زموږ د پوهاوي له کچې ډېر لوړ او پراخ دی.

  2. دا قدیانی کفار د افغان ملت واقعی اسلام دین دوښمنان دی تر څو چی ددی کفارو، د تنظیمونو منافقینواو کمونیستانو څخه دا افغان ملت نجات ونه مومی نو د افغان ملت حالت به نور هم بدتره شی او پنجابی پاکستان به ددی خرڅ شوو په وسیله په نیږدی وخت کښی د افغانستان حکمرانی علنی جهان ته تمثیل کړی او د پنجابی پاکستان باداران به خپل شوم هدف ته ورسیږی ، حتی ځینو کمونستانو د منورینو فریبی لپاره د غازی شهید محمد نادر خان پرپړی شروع کړی دی او غواړی چی خپله قدیمه خائینه تاریخچه راژوندی کړی ، افغان ملت د همدی تخریبکارو له کبله په دوزخی اور کښی سوزی !!!!

  3. لعنت په امر بل طاغوت دغه خبيثانو نور څه پيدا نکړل اوس يې دغه خباثت ته لاس واچول. که دوۍ رښتيا مسلمانان او افغانان دي خپلې اورتي او اولادونه د پنجاب له يرغملتوبه وژغوري. دوۍ په يويشتمه پيړۍ کې دغه طاغوتي اسلام له چا کاپي کړ ؟?

  4. که موږ هر څومره بغاري ووهو افغان ملت له د طالبي ترهګري ډلي نه خلاسيږي يوازينی لاره يي توپک ده چي د افغان اولس له خوا نه د جنګسلاراخوا را اخستل دي چي دا د بشريت دښمن له منځه يوسي او بس ځکه دوی تالبان د ټوپک په زور راغلي او د توپک به زور به له منځه ورکيږي. خو اوس مهال داسي بريښي چي افغان اولس د ته تيار نه دی چي په تالب پسي توپک را واخلي، خو ټوپک به را اخلي بله ليار د له ناولي طايفي نه خلاسون نشته.
    امير بلمعروف = ريشخند
    د پوهنتون = ريشخند
    بهرنيو چارو وزير = رشخند
    د پوهني وزير= ريشخند
    د ټول گټو وزير = ريشخند
    دقبيلو وزير= ريشخند
    .
    .
    .
    ښه تالب مړ تالب ده.

  5. محترم Sayed صیب زمونږ سلامونه او نیکی هیلی ومنۍ
    تاسو ډیر ښه او د دلیل او اسلامی هدایاتو په رڼا کی مو لیکنه کړی او په لوستو يی خوشحاله شوم
    الله تعالی دی وس درکړی چی نور هم زیار وباسۍ او زمونږ د ویده ولس په راویښولو کی حپل پوره حق په ځای کړی.
    ستاسو لینک می هم وکتو او د ډاکتر ندوی خبری می هم دښځو په هکله واوریدی چی رښتیا یو عالم او پوه انسان دی.
    لکه څنګه چی تاسو په خپله لیکنه کی یوی مهمی خبری ته اشاره کړی چی تالبان اوس په دنیاکی د الله د مخلوق سره د محاسبه کونکو ځای نیولی او څان اوس ددنیا خدایان بولی که څه هم که په خوله يی ونه وايی خو په عمل کی همداسی کوی.
    له بده مرغه تر ټولو لوی جاهل هغه څوک دی چی پدی نه پوهیږی چی دا یو جاهل دی او همدا دتالبانو حال دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب