یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهسرچينې: د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند نیول شوی

سرچينې: د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند نیول شوی

تاند:( دوشنبه ، د قوس دوه ويشتمه)‏‏‏‏ د طالبانو یو شمېر سرچينو ويلي، چې د کابل د پولیسو ویاند “جنرال مبین” طالبانو نیولی او بندي کړی دی.

 جنرال مبین د طالبانو یو فعال تبليغاتي مبلغ و، چې ښوونځی يې نه و تمام کړی، خو د ټولنیزو رسنیو فعالانو په امنيتي موضوعاتو کې د ډېر بحث له کبله د ټوکو په ډول د « ستر جنرال» رتبه ورکړې وه.

تر اوسه د هغه د نيولو لامل نه دى څرګند او نه هم ط لبانو په دې اړه څرګندونې کړي.

کابل ته د ط لبانو د حکومت په راتلو سره جنرال مبین د کابل د امنيه قومندانۍ وياند ټاکل شوى و.

هغه په يوه رسنيز شوي مکتوب کې تورن شوی و، چې کابل کې یې پر یوه ماشوم جنسي تیری کړی او له دې کبله یې د نیولو حکم شوی.

دغه مکتوب وروسته جعلي وګڼل شو او طالبانو د خپلو مخالفانو دسيسه وګڼله.

د دې ترڅنګ څه موده مخکې په کابل کې د انجینر شهاب په نوم د طالبانو د يوه ملاتړي ته سوداګر پخواني کارکوونکي جنرال مبين تورن کړ، چې د انجينر شهاب په همکارۍ يې هغه سخت وهلی او ټکولی دی.

د طالبانو مشرانو تر اوسه د یادې قضيې د څېړلو په اړه کوم اقدام نه دی کړی.

1 COMMENT

  1. دا حرامی د لوګر د اونی سفلی د ملا امین ځوی دی. مکتب یی خوشی کړ او یو مفعوله انسان وو. ټول یی په منطقه کی پیژنی چی یو کونی او لچک سړی دی. په طالبان کی ډیر کم کسان پیدا کیږی چی کونی یی نوی ورکړی بی ادبی معاف خو زما خبره ومنی چی اکثریت طالبانو کونی ورکړی له ملا متقی څخه نیولی تر ملا حسن پوری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب