Homeخبرونهمتقي: د داعش او القاعدې خلاف امريکا سره زموږ همکاري د تصور...

متقي: د داعش او القاعدې خلاف امريکا سره زموږ همکاري د تصور ور نه ده

تاند:( دوشنبه ، د قوس دوه ويشتمه)‏‏‏‏ د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي ویلي، چې له امريکا متحده ايالاتو سره د القاعدې او داعش ډلو په خلاف د طالبانو د همکارۍ تصور هم نه شي کیدای.

هغه يوه بهرني اژانس ته په تازه مرکه کې د امریکايي چارواکو هغه څرګندونې هم رد کړی، چې ګواکې په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو فعاليتونه زيات شوي او امريکا ته یې ګواښ پېښ کړی.

طالب وزير په دې اړه د امریکايي چارواکو څرګندونې بې بنسټه ګڼلي او ویلي، چې په دې اړه بايد اسناد وړاندې کړل شي.

د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي دا هم ويلي، چې له امريکا متحدو ايالتونو سره يې د دوحې تړون عملي کړی او په دې برخه کې د نقض تورونه پرې واقعيت نه لري.

طالبانو تر اوسه هيڅکله په ښکاره نه دي ويلي، چې له القاعدې ډلې سره يې اړيکې پرې کړي.

له داعش ډلې سره د طالبانو دښمني بيا علني ده او طالبان دا ډله فتنه ګره ګڼي او په ځپلو يې ټينګار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...