یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeروغتیاد زړه لپاره خپل عادتونه بدل کړئ

د زړه لپاره خپل عادتونه بدل کړئ

د زړه حمله د انسان لپاره یوه مرګونې ناروغي ګڼل کیږي چې په ډېرو مواردو کې انسان ته روغتون ته د رسیدو فرصت هم نه ورکوي.

 ځینې داسې عادتونه شته چې که انسان یې خپل کړي د زړه د مختلفو ناروغیو او د زړه د حملې مخه نیولی شي. دلته مو له یو شمیر هغو عادتونو سره بلدوو چې د زړه د حملې خطر له کمېدو یا مخنیوي سره مرسته کوي:

۱- شراب یا الکول مه څښئ یا ډېر مه څښئ.

۲- له سیګرېټ څکولو ځان وساتئ او که چیرې په سیګرېټ څکولو روږدي یاست د پریښودلو هڅه يي وکړئ.

۳- د ځان لپاره هغه خواړه چې روغتیايي ګټې او ارزښت ولري انتخاب کړئ.

۴- په ورځنۍ ډول فزیکي فعالیت یا ورزش خپل عادت وګرځوئ.

۵- د خپل وزن د زیاتیدو مخه ونیسئ او د مناسبې اندازې وزن ساتلو هڅه وکړئ.

۶- کوښښ وکړئ خوشاله ژوند ولرئ او په وړو خبر ځان مه خپه کوئ.

۷- له سټریش څخه ځان ساتئ.

۸- د شکر له ناروغیو څخه د ځان ساتلو هڅه وکړئ او هغه کسان چې په دې ناروغۍ اخته وي باید د زیاتیدو مخه يي ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب