یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد ډالرو د قیمتۍ دوام، افغانستان له شېبه په شېبه وژونکي اقتصادي...

د ډالرو د قیمتۍ دوام، افغانستان له شېبه په شېبه وژونکي اقتصادي سقوط سره مخامخ دی

تاند:( دوشنبه ، د قوس دوه ويشتمه)‏‏‏‏ د افغانستان شیبه په شیبه بدلیدونکی اقتصادي وضعيت، چې اقتصاد پوهان یې د افغانستان د اقتصادي سقوط وروستۍ سلګۍ ګڼي، نن يې تر بلې هرې ورځې وژونکې اغېزې کړي او د لا نورو خطرناکو پایلو وېره یې جدي کړې ده.

راپورونه ښيي، چې نن ناوخته د يوه ډالر بیه په افغاني بانک نوټونو تر ۱۲۸ افغانیو پورې رسیدلې ده.

د طالبانو کابينې د دغه وضعيت د کنټرول لپاره اړونده ادارو ته د عاجلو اقداماتو امر کړی، خو د دوی عملي اقدام دا ښودل شوی چې د هرات په ګډون یې د یو شمېر مهمو ښارونو د صرافۍ مارکيټونه تړلي دي.

د افغانستان له مختلفو سيمو په وړکړل شويو راپورونو کې راغلي، چې نن د اوړو د یوې پنځوس کيلويي بورۍ بیه له مخکینۍ بيې څخه چې ۱۷ سوه افغانۍ وه، تر ۴ زره افغانیو رسیدلې ده.

د غوړيو یو ټيم، چې پخوا یې بیه تر ۱۶ سوو افغانيو وه، د طالبانو له واکمنیدو سره تر ۳ زره افغانيو قيمته شوې ده.

له فراه ولايت څخه په يوه راپور کې ويل شوي، چې په ډالرو یوه پوروړي صراف د ډالرو له دومره لوړیدو سره په خپل‌ دوکان کې سکته کړې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې يو شمېر خلکو نور خلک هڅولي، چې د طالبانو د چارواکو د دفترونو مخې ته په اعتراضیه ډول ورشي او لاريونونه وکړي.

شنونکي وېره لري، چې دغه وضعيت به نور هم مخ په ځوړ روان وي او پايلې به يې ډېرې خطرناکې تمامې شي.

د ملګرو ملتونو په حواله، د افغانستان ۲۴ ميليونه خلک د طالبانو له واکمنیدو سره سخت فقر ځپلي.

دغه وضعيت که ډېر ژر کنټرول نه شي، د ډېرې لوږې او يخنۍ له کبله ښايي ميليونونه افغانان تلف کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب