یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهمتقي امريکا ته، تاسې لوی او غوره ملت ياست، حوصله او نرم...

متقي امريکا ته، تاسې لوی او غوره ملت ياست، حوصله او نرم چلند راسره وکړئ

تاند:(دوشنبه، د قوس دوه ويشتمه)‏‏د‌ طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي، چې تحريک یې د امريکا د تاريخي شکست ورکولو ادعا لرله، اوس له امریکا متحده ایالاتو څخه د دوی پر واکمنۍ د رحم غوښتنه کړې ده.

متقي له استوشیتدپريس خبري اژانس سره په يوه تازه مرکه کې امريکا ته په خطاب کې وويل: تاسې غوره او لوی ملت ياست، په کافي اندازه بايد زغم او لوی زړه ولرئ، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ واټن ورسره کم شي.

متقي امریکایانو ته دا هم روښانه کړې، چې د ښځو له زده کړو او کار سره ستونزه نه لري.

د ده په وينا، دوی له امریکا سره هیڅ ستونزه نه لري او ښې اړيکې ورسره غواړي.

امیرخان متقي له امریکا څخه د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د ور خلاصون هيله هم کړې ده.

هغه ټينګار وکړ، چې پر افغانستان دغه بندیزونه به هیڅ کومه ګټه ونه لري.

د متقي په وينا، د افغانستان کمزورې کول او بې ثباته کول به یې د هیچا په ګټه نه وي.

متقي دا ادعا هم کړې، چې دوی بدل شوي او د حکومتولۍ د چارو تر څنګ يې له ملت او نړۍ سره د تعامل په برخه کې تجربه او پرمختګ تر لاسه کړی دی.

د طالبانو یو شمېر منتقدینو بیا پر دوی نیوکه کړې، چې مخکې يې له امريکا سره د اړيکو په خاطر پخوانی حکومت او چارواکي تکفیرول، وژل او سل و زر تورونه يې پرې لګول، خو اوس خپله د دوستۍ لپاره داسې څرګندونې او پلمې وړاندې کوي.

3 COMMENTS

  1. السلام عیکم
    قدرمنو هیوادوالو انشا الله که امریکا په افغانستان ترحم وکوی دا ټول مشکلات حل کیږی موږ د امریکی د ترحم غوښتنی طرفداری کوو دا یوو هوښار کار شوی طالبان مصلح خلک دی دوی پخوا هم امریکی سره دوستی غوښتله او قطر کی یی هیڅکله د هغوی مجلس ندی قضا کړی بلکم دا غنی و چی کله به یی قطر ته استازی نه لیږل کله به یی د امریکی یوه خبره نه منله کله بله کله به یی ۵۰۰۰ بندیان نه خوشی کول او کله به یی د اوبو د بندونو بغاری وهلی او د اوبو بندونه په ګاونډیو بده لګیده او امریکا ورته ویل چی پاکستان مه خفه کوه کله به یی ډآکټر عبدالله سره ضد شوخو طالبان په سیاست پوهیږی دوی دسی کار نکوی چی امریکا خفه کی دا دی اوس د امریکی د امنیت په خاطر دداعش له منځه وړلو کی هم کار کوی ډیر ژر به د طالبانو او امریکی تر منځ دوستی په لوړه درجه پیل او په رسمیت به یی وپیژنی د ډالرو ورکړه هم دوام لری. صلح او سلم ښه شی دی

  2. ?????????, ای سرميدليو،ای ځناورو او د افغان دوښمنانو. تر پرونه مو نه عسکر کاته نه عام، نه وړ نه زوړ، نه کاريګر او نه مزدور،نه شفاخانه نه مکتب هر څه کفري وو، هر څه امريکا وو، هر څه شرعي نه وو، د ګوډاګي او ملحد په نوم هيڅ افغان درنه په اړامه نه وو اوس هم نه دي، خولې مو پورته نيولې وې لکه د پنجاب شغالان کوکې دې تر آسمان وتلې او په ارګ کې دې بغارې کړې چې امريکا مو په کونډو کړ ها ده او داده، نن بیا بېرته د امريکا غ ته زاری کوی….

  3. د کمونیستانو خائینی دوره کښی مسلسل د مقتدردوست شوروی ددوستی دوامداره چیغی وهل کیدی او هڅه ئی کوله چی افغانستان د شوروی یو جمهوریت شی او اوس تربیه شوی قدیانان چیغی وهی چی مقتدر امریکا دی پر افغانستان ترحم وکړی ، بلی د پنجابی پاکستان قدیانانو تاسی به د قدیانی حدیثو او فتواګانو د امریکا دوستی چیغی ووهۍ اما واقعیت دادی چی امریکا همدا پنجابی پاکستان کښی روزل شوی طالبی کوکریان دوباره ارګ ته داخل کړل او امریکا اوس په هڅه کښی دی چی دهمه شمول حکومت دا نورتربیه شوی قاتلان او چورکوونکی هم ورسره متحد کړی دا چی د افغان ملت تباهی تهداب د افغان ملت ستر دوښمن خلیلزاد له خوا ایښودل شوۍ دی او د افغانستان کنترول امریکا د پنجابی پاکستان په وسیله تر سره کوی نو تاسی باید د قدیانی پنجابی پاکستان څخه د ترحم غوښتنه وکړۍ که د تاسو عذر او زاری پنجابی پاکستان قبولی کړی نو بیا امریکا هم ترحم ته زړه ښه کوی ، امریکا دا رنګا رنګه قاتلان پلانیز روی کار کړیدی دا خائینی ډلګۍ تام جاهل او د افغان ملت ضد دی یوه برخه غلامان ئی په ډالرو وپړسول او ملت د غربت سره مخامخ کړ او اوس بله جاهله ډله ملت ته وائی چی مونږ د تاسو روزی ضمانت نه کوو تاسی روزی د خدای پاک څخه وغواړۍ او اضافه کوی چی افغانان د ډوډی پر ځای واښه خوری ، اجنبیان غواړی چی افغان ملت ددی ملی خائینینو او د اسلام دوښمنانو په وسیله هم د غربت کندی ته خطا کړی او هم اسلام ورڅخه واخلی ددی خیانت لپاره دا رنګارنګ تربیه شوی ډلګی ډیری ښی مساعدی دی !!!! بیا د افغان ملت دوښمنان به په خپلو شومو هدفو کښی ناکامیږی !!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی