یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهافغانۍ د ډالر پر وړاندې روانه اونۍ ۳۰ سلنه خپل ارزښت بايللې

افغانۍ د ډالر پر وړاندې روانه اونۍ ۳۰ سلنه خپل ارزښت بايللې

تاند:( دوشنبه ، د قوس دوه ويشتمه)‏‏‏‏ د فرانسې ۲۴ چاینل وايي چې په یوه اوونۍ کې د افغانۍ ارزښت ۳۰ سلنه لوېدلی او نن یو ډالره په ۱۳۰ افغانۍ تبادله شو.

دغه وضعيت په افغانستان کې د خوراکي او سون موادو، ترانسپورتي خدماتو او د ژوند نورې ټولې خواوې متضرره کړي دي.

د افغانستان له مختلفو سيمو په وړکړل شويو راپورونو کې راغلي، چې نن د اوړو د یوې پنځوس کيلويي بورۍ بیه له مخکینۍ بيې څخه چې ۱۷ سوه افغانۍ وه، تر ۴ زره افغانیو رسیدلې ده.

د غوړيو یو ټيم، چې پخوا یې بیه تر ۱۶ سوو افغانيو وه، د طالبانو له واکمنیدو سره تر ۳ زره افغانيو قيمته شوې ده.

د ننګرهار پخواني والي شاه محمود مياخېل دغه وضعيت ته په غبرګون کې ويلي:
حکومتداري یوازې په دوعاګانو او بغارو، وحشت او ظلم سره نشي تر سره کیدله او انجام یې زوال دی.

د هغه په وينا ښه دا ده چې طالبان د داخلي مشروعیت لپاره لاره هواره کړي او که نه، دا ځل به ملا د اتاترک غوندې په جوماتونو کې هم څوک پرې نه ږدي.

مياخېل دا هم وايي، چې د تیر اشغال په بې معنی خبرو خلک نه غولیږي او پوهیږي چې څه و او څه وشول خو د ژوند کولو لپاره فرموله باید ولري.

دی له طالب چارواکو غواړي، چې په پاکستاني مدرسو کې د ګرځيدو پر ځای ښه دا ده چې خپل مسوولیت ادا کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له فراه ولايت څخه په يوه راپور کې ويل شوي، چې په ډالرو یوه پوروړي صراف د ډالرو له دومره لوړیدو سره په خپل‌ دوکان کې سکته کړې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې يو شمېر خلکو نور خلک هڅولي، چې د طالبانو د چارواکو د دفترونو مخې ته په اعتراضیه ډول ورشي او لاريونونه وکړي.

شنونکي وېره لري، چې دغه وضعيت به نور هم مخ په ځوړ روان وي او پايلې به يې ډېرې خطرناکې تمامې شي.

د ملګرو ملتونو په حواله، د افغانستان ۲۴ ميليونه خلک د طالبانو له واکمنیدو سره سخت فقر ځپلي.

دغه وضعيت که ډېر ژر کنټرول نه شي، د ډېرې لوږې او يخنۍ له کبله ښايي ميليونونه افغانان تلف کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب