تاند- د افغانستان کرکټ بورډ نن /دوشنبه/ اعلان وکړ چې د ۲۰۲۲ په مارچ کې به د هند په کوربه توب افغانستان د دغه هیواد له ملي لوبډلې سره درې مسابقې وکړي.
د کرکټ بورډ په وینا په راتلونکو دوو کلونو (۲۰۲۲- ۲۰۲۳) کې د افغانستان د هلکانو د کرکټ ملي لوبډله ۱۱ یو ورځینۍ، ۴ شل اوره او ۲ ټیستلوبې په پلان کې لري.
له هند سره پر ۳ یو ورځنیو سیالیو سربېره افغانستان به په ۲۰۲۲ کې له هالنډ، زیمبابوې، استرالیا او آیرلنډ سره مسابقې وکړي.