ګېټس وايي، د اسمانونو په فکر کې نه دی په مځکه کې د ملریا او نري رنځ په غم کې دی

0
3278
بیل ګېټس

تاند(سې شنبه، د قوس ۲۳)  په داسې حال کې چې د ایلن ماسک او جیف بیزوس په شان د نړۍ تر ټولو شتمن انسانان د نورو سیارو او په هغو کې د راتلونکو انسانانو د ژوند په اړه فکر کوي، د مایکروسافټ موسس او د نړۍ لوی ملیاردر بیل ګېټس په خپله نړۍ کې د ملریا او نري رنځ د محوه کولو په غم کې دی.

ایلن ماسک او جیف بیزوس په دې فکر کې دي چې زموږ خاورینه نړۍ ورځ په ورځ له ژونده وځي او انسان باید په نورو کُرو او سیارو کې د ژوند امکان ومومي خو بیل ګېټس په دې کُره کې د ملریا او نري رنځ په شان د ابتدايي ناروغیو د ختمېدو په لټه کې دی. دا هغه ناروغۍ دي چې د افغانستان او پاکستان په شان په بېوزله هیوادونو کې هر کال ملیونونه انسانان وژني.

خو د پرمختللیو هیوادونو د ډېرو خلکو لپاره دا ناروغۍ مطرح نه دي ځکه چې څوک نه ویني چې ورڅخه کړېږي. دوی ته مهمه دا ده چې له مضرې انرژۍ څخه د کار اخیستو په خاطر د نړۍ چاپېریال او اتومسفیر یې څومره زیانمن کېږي.

ګېټس په یوه تازه مرکه کې سي این این ته وویل، په نورو کُرو کې د ژوند د امکاناتو د موندلو لپاره پانګونه نه کوي، ده ته دا نړۍ او په هغې کې د انسانانو اوسېدا مهمه ده.

ښاغلي ګېټس سي این این تلویزیون ته وویل «تر هغو به زما ټول تمرکز په ملریا او نري رنځ (ټي بي) وي چې زموږ نړۍ له دې ناروغیو ژغورل کېږي.»

ګېټس زیاته کړه، که په ۲۰۲۲ کې یوه هیله ولري نو هغه به دا وي چې پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ په درسته نړۍ کې محوه شي.

دا ناروغي یوازې په افغانستان او د پاکستان په پښتني سیمو کې پاتې ده.

د مایکروسافټ موسس وویل «دا زما لپاره یو لوی او مهم هدف دی. موږ له ۲۰ کلونو راهیسې کار کوو خو که په افغانستان کې ثبات پاتې شي، ښايي موږ بالاخره پولیو صفر ته ورسولی شو.»

ګېټس په عین حال کې وویل چې ډېرې ننګونې شته ځکه چې په نړۍ کې یو شمېر خلک دا ناروغۍ نه ویني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here