یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهانس حقاني: له لوږې څوک نه مري، خدای په وښو هم انسان...

انس حقاني: له لوږې څوک نه مري، خدای په وښو هم انسان ژوندی ساتي

تاند:( سې شنبه ، د قوس درويشتمه)‏‏‏‏د طالبانو د حقاني شبکې يو لوړ پوړی غړی انس حقاني په افغانستان کې د بحران تر سطحې په افغانستان کې د فقر او لوږې موضوع بې ځايه تبلیغات ګڼي.

هغه بي بي سي ټلویزیون ته د مرکې پر مهال ويلي، چې روزي ورکوونکی خدای دی او ده په ژوند کې کله هم نه دي لیدلي، چې څوک د لوږې له کبله مړ شوی وي.

انس حقاني دا هم وويل، چې خدای تعالی انسان ته روزي په هر ډول رسوي، ان په وښو خوړلو یې ژوندی ساتي.

انس حقاني دا مرکه له يوې انګليسي ژبې خبریالې سره کړې، خو ښاغلي حقاني په پښتو ژبه خبرې کړي دي.

دا مرکه بي بي سي فارسي ټلويزيون هم ژباړلې او خپره کړې، خو هغه جمله یې نه ده ژباړلې چې انس حقاني پکې په وښو خوړلو هم د خدای تعالی لخوا د انسانانو د ژوندي ساتلو خبره کوي.

په دې مرکه کې انس حقاني ادعا کړې، چې دوی د فقر ختمولو په طريقو او د هغه په خپله اصطلاح په (چل) پوهيږي.

ښاغلي حقاني د دغه (چل) په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

له پرځول شوي جمهوري نظام سره د طالبانو د مذاکراتي پلاوي دغه غړي په خپله دې مرکه کې دا هم وويل چې طالبانو په تېره ۲۰ کلنه جګړه کې له لوږې سره کافي بلدتيا پيدا کړې او ورته عادي خبره ده.

د ده په وينا، د طالبانو د مشرتابه له څو محدودو کسانو پرته، چې په تېره ۲۰ کلنه جګړه کې يې له پینځو تر لسو زرو افغانيو معاشونه اخيستل، نور ټول طالبان له کوم معاش او امتیاز پرته جنګیدل.

ښاغلي حقاني ونه ويل، چې همدا محدود معاش، د پراخې جګړې تجهیزات او لګښتونه دوی له کومه کول او له خپلو کورنيو سره یې څه خوړل او څښل؟

همدا پوښتنې څو ورځې مخکې د افغانستان یوې سياستوالې شکريه بارکزۍ د طالبانو له وياند ذبيح الله مجاهد څخه په يوه ويډيويي بحث کې وکړې، خو ښاغلي مجاهد کوم روښانه ځواب ورنه کړ.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه یوې لور ته منسوبه کیسه، چې د فقر اړوند ده، له پخوا څخه د خلکو تر منځ ویل کیږي.

خلک وايي، چې د لوږې او قحطۍ له کبله پاچا سودايي و او د غنمو کمښت ته يې فکر کاوه، خو لور يې د ډاډګيرنې په توګه ورته وويل، چې خلک دې د ډوډۍ پر ځای کلچې وخوري.

د انس حقاني د خبرو پیغام نه دی روښانه شوی، چې هغه خو به ۲۴ ميليونه فقر ځپلي او نور افغانان وښو خوړلو ته نه هڅوي؟

11 COMMENTS

  1. we are not animals to eat grass
    animals got one enzyme call CELLULASE.that enzyme digest grass/leaf ….
    we need to eat Kabuly palaw/uzbaki palaw/meat&rice/bread& chicken meat soup..
    chopan kabab /tikah kabab/shami kabab/sikh kabab/tandori/chinaki.
    if you can not prepare that for afghans, relax give chance to DOCTOR SAHIB GHANI&MAHMOOD FAZLI

    thank you

  2. دا ډیر بې احساسه دی، د لوږې خلک څنګه نه مري !!
    یوه مور چې حمل لري هغې ته د ښه خوراک او څښاک اړتیا وي، چې هغه کم خواړه واخلي، د هغه په رحم کې د اوبو کمی پیدا کیږي، چې له امله یې د هغه او د ماشوم ژوند له ګواښ سره مخ کیږي، همدا رنګه کم خوني او نور مرضونه ورته پیدا کیږي، ډیری پیغلې د عملیات سره مخ کیږي او آن مړې کیږي هم !! دا مرګ د لوږې مرګ شو کنه.
    انس حقاني الله پاک ځمکې ته انسان خلیفه لیږلی دی، او د خلیفه او حاکم دا مسؤولیت دی چې خپلو عوامو ته د خوړو او کار بندوبست وکړي، تر څو خلک ماړه شي، چې څوک په خیټه موړ شي چې هغه به د الله پاک شکر ادا کړي، عبادت به وکړي، نیک ژوند به تیر کړي، خو چې ته وایي، زه یې څه کوم، روزی د خدای کار دی، نو دا لارښونه او هدایت کول خو هم د الله پاک کار دی ، ځه ورک شه لاړ شه پاکستان ته ! ته دلته څه افغانانو ته داسې اسلام ښایي چې قبله یې اسلام اباد ده !! ته ولي حکومت کوی ؟
    لږ شرم وکړه او دې نورې نړۍ مشرانو ته وګوره چې هغوی د خپل رعیت او ملت ساتنې او مړونې لپاره څه کوي او څه مسوولیت لري ؟ !
    طالبه ! هیڅکله به هوښیار او پوه نشې ، عقیده دې هم ناقصه ده او عمل دې هم !!
    ستاسې د ناپاکه راتګ سره هیواد سپیره شو !

  3. سږکال واښه هم کم دی زموږ غوا له سهاره تر ماښامه بغاری وهی بهر پولی ټولی سپیری شوی نن سبا واوره هم راروانه ده او د وردک ولایت سخت زمی لری د مڼو په توی شویو پاڼو غوا یوه څه ګزاره وکړه خو پاڼی مال ته ډیر تاوان لری له مجبوری یی خوړی پاڼې وزی او پسونه خوری خو غوا یی نه خوری له مجبوری یی خوړی اوس هغه هم خلاصی شوی نو واښه به له کومه کوو
    زموږ ملا صاحب ابل پرون ویل چی تاسی توبه وباسی او له نورو خلقو لکه امریکی عربو روسانو اروپاییانو او له هندوانویی زده کړی چی هغوی ولی ندی محتاج لا زاتی تاسی ته ډالر خیرات رالیږی او هندوانو خو ښه ډیر غله درته ولیږله دا به سنګه سی

  4. محترمه چي هر وخت تا په وښو خوړلو شروع وکړه بيا کولای شي نورو خلکوته هم د وښو د خوړلوهدايت وکړي. چي په وښو خوړو ژوند کيدای شي نو بيا ولي ستاسي د بهرنيو چارو وزير امريکانو روسانو چينايانو او هندوانوته زاري کوي چي موږ له د غټ ناورينه وږغوري

  5. حقاني ساب داسي بريښي چي تاسو بل خدای لري چي په تاسو يي پلو چلو لوريږي او نورو انسانانوته د تاسو په خوله د وښو خوړلوهدايت کوي.

  6. دا قاتل خیټور وحشی انس ناحقانی انسانیت او د انسانانو حقوقو سره هیڅ بلدیت نلری دا وحشیان افغان ملت ته کله قدیانی حدیثونو او فتواګانو وعضونه کوی او افغان ملت ته دا خیټور کفار چیغی وهی چی تاسی ته د روزی مسؤلیت مونږ نلرو تاسی باید خدای ته د ډوډی زارۍ وکړۍ او روزی باید خدای درکړی ! نظر ددوی نفرت افغان ملت سره باید افغان ملت د لټۍ خوب څخه بیدار شی او ځانونه ددی قدیانانو تخریبکاری په مقابل کښی متحد راپورته شی او پری نښودل شی چی افغانستان کښی داقاتلین ( کمونیستان ، منافق خرڅ شوی تنظیمونه او جاهل غلام طالبان ) په بل شکل سره دوزخی اور رامینځ ته کړی ، افغان سپیڅلۍ ملت دداسی رنګارنګو منورینو؟ له خوا د ۴۲ کالونو څخه زیات د تباهی سره مخامخ دی او ددی تباهی باید مخنیوۍ وشی !!!!!

  7. انس خان له خپلی مړی ګیډی خبری کوي، وائي هغه ځمکه سوزي چې ورباندی اور بل وي، که دا جناب چی په مړه ګیډه په ګرمو کوټو کې ژوند کوی پدی یخنۍ کی یوه شپه له خپل ماشومانو سره د قرغی یا سرای شمالی د بی ځایه شوی هیوادوالو خیمو کې نهار تیرولی هغه وخت به د بیوزلو خلکو له زړونو خبر شوای وای، ماشوم د هر پلار او مور د زړه ټوټه وي دا به نو څومره بد حالت وي چې یو پلار دې ، حاضر شي چې خپل د زړه ټوټه (ماشوم ) یو ناپیژندل ښوی سړي باندی وپلوري ، څو ورځی مخکی یو بیوزلی هیواد وال مو حتی حاضر شوی و چې خپل د بدن غړي وپلوري تر څو د هغه په پیسو وکړای شي خپلو بچو لپاره ډوډی واخلي .
    یو متل دی چې وائي سپور د پلی په حال څه خبر، نو نن انس خان د هغو بیوزله کورنۍ چې تیرشوی ښپه یې په ۲ ګراده یخنۍ کې تر سهاره تیر کړی څه خبر دی؟

  8. الله مو تباه کړه د جاهل بچو
    یو وی بغاری وهی بل وی واښه وخوری
    هغه چه ټول عمر یی واښه خوړلی وی هم دومره کمقل او بی عقله نه وی لکه تاسو چه استې
    لعنت دی وی په پاکستان

  9. تا مرد سخن نګفته باشد ، عیب و هنرش نهفته باشد . بي بي سي د خیر یوسي چې جاهلان او د پنجاب مزدوران په خبرو راولي او د دوی له خولې هغه مردارې خبرې راباسې چې د دوي په بویونو مغزو او خېټو کې دي .
    زمونږ پخوانیو مشرانو رښتیا ویلي دي چې موړ د وږي له حاله څه خبر دي ؟
    انس خانه ترکاڼي د بیزو کار ندی . حکومت کول یعنې د ولس زړونو ساتل ، هغوی ته د کار او ژوند زمینه برابرول ، له خاورې او ولس نه دفاع کول ، د دولتونو له اساسي وجایبو نه شمېرل کیږي .
    که تاسې بیا غواړئ چې د هېواد په دښتو او هدیرو حکومت وکړئ ، نو بیا د الله تعالی تاسې ځناور د ولس له سره ژر کم کړي .

  10. راشی دا د همت او قربانی درس تاسی بنیاد کیژدی، هغه چی دلوژی مری هغو ته دا کمکی غنم
    وویشی او که پاتی نشول دا لویه قربانی تاسی کبار طلباء یی ورکری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب