یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+اسلام آباد ته د راتلونکو افغانانو لپاره لارښوونې

اسلام آباد ته د راتلونکو افغانانو لپاره لارښوونې

حبیب الله حلیمزوی

هغه افغانان چې په ویزه اسلام آباد ته راځي د ناخبرۍ له امله له ځینو ستونزو سره مخامخ کېږي. دغه لارښوونې به یې له دې ستونزو څخه وژغوري.

  1. پاکستان ته تر ننوتلو وروسته باید په ۷ ورځو کې ځانونه د پولیسو په یوه دفتر کې چې Islamabad Police Public Facilitation Center یې نوم دی او خلک یې سپیشل برانچ بولي، راجسټر کړئ. د راجسټرېشن لپاره باید دغه سندونه ولرئ:
  • د پاسپورټ او ویزې فوټوکاپۍ
  • د اوسېدو د ځای سند یعنې که مو کور په کرایه نیولی وي، د قرارداد خط فوټوکاپي یې او که په هوټل یا ګسټ هاوس کې اوسئ، د هغه ځای سند
  • دوه قطعې عکسونه

د سپیشل برانچ د دفتر پته ده: Agha Khan Road, F 6/1

  1. که په ۷ ورځو کې مو ځانونه راجسټر نه کړل، نو بیا د راجسټرېشن لپاره باید د پاکستان د کورنیو چارو وزارت څخه مکتوب واخلئ او وروسته سپیشل برانچ ته ورشئ. دغه کار ممکن اونۍ دوې وخت ونیسي. نو ښه به دا وي چې په هماغه لومړۍ اونۍ کې سپېشل برانچ ته ورشئ چې سرګرداني مو کمه شي. د کورنیو چارو وزارت له وره څخه لږ بر کمېشن‌کاران ناست وي چې فورم درته ډکوي. د دغه ځای آدرس دی: Pak Secretariat, Constitution Avenue, Red-Zone, Islamabad

د دې ځای مشهور نوم سکریټریټ او د میټرو بس وروستي تمځای ته جوخت دی. هماغه سندونه چې د سپیشل برانچ لپاره په کار دي، دلته هم په کارېږي.

  1. معمولاً په یو کلنه ویزه راغلي افغانان په پاکستان کې د پاتې کېدو لپاره یوازې ۶۰ ورځې وخت لري. که دغه موده پوره شي او تاسو خپله اقامه نه وي تمدید کړې، نو کله چې له پاکستان څخه وځئ، د وتلو اجازه (Exit paper) نه درکوي. دا ستونزه به هغو کسانو ته ډېره سخته وي چې نورو هېوادونو ته روان وي. پخوا به د دې مودې تر پوره کېدو وروسته، مجبور وئ چې یو ځل بېرته افغانستان ته واوړئ او بېرته راشئ؛ خو اوس د اقامې د غځولو لپاره آن‌لاین سیستم شته چې اقامه مو شپږ میاشتنې غځوي. البته دغه چاره ډېر وخت نیسي نو که تاسې په پاکستان کې تر دوو میاشتو زیاته موده پاتې کېږئ، د اقامې ختمېدو ته چې یوه میاشت پاتې شوه، اپلای ورته وکړئ. د اقامې د غځولو فیس شل ډالر دی او باید کریډېټ کارډ ولرئ چې دغه فیس پرې کړئ. دا چې د افغانستان بانکي سیستمونه لا په بهر کې کار نه کوي نو له کریډېټ کارډ څخه مو کار نه شئ اخیستلی نو آنلاین اپلیکېشن په کمېشن‌کار باندې وکړئ. کمېشن‌کاران په سکریټریټ کې د کورنیو چارو وزارت سره دوکانونو کې ناست وي. دوی معمولاً د نفر په سر ۶ زره کلدارې اخلي چې د اپلیکېشن ۲۰ ډالره فیس هم له همدې نه ورکوي. د آنلاین اپلیکېشن لینک دا دی: https://visa.nadra.gov.pk/
  2. که مو د اقامې موده ختمه شوې وي او د غځولو اپلای مو یې نه وي کړی نو د نفر په سر به ۵۰ ډالره جریمه کېږئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

سبا/ اجمل پسرلی

مړی/ صدیق الله بدر

پلمه | زهير سپېڅلی