یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeروغتیاموملايي څه ګټې لري؟

موملايي څه ګټې لري؟

ډاکتر سلیم ساپی

مو ملایي چې ایرانیان یې مو میایي، مومنایي او مومیا بولي او د هند او پاکستان خلک ورته سلاجیت یا شلاجیت وایی او په انګریزي کې یې هم شېلاجیت بولي یوه کیمیاوي ماده ده چې په غرونو کې له ډبرو (کاڼو) لاسته راځي دا یوه توره ماده ده چې د قیر (تارکول) په شان ده او سریښناکه ده.

ویل کیږي چې مو ملایي معدني مواد لري چې د ځینو ناروغیو په درملنه کې خلک ترې ګټه اخلي لکه الزایمر، ستړیا اوکسالت، سرخوږي، د هډوکو درد (په تیر ه بیا چې هډوکي مات شوي وي) او جنسي پیاوړتیا لپاره کارول کیږي. همداراز د زړه د ناروغیو او د چاغۍ پر ضد هم ترې کار اخیستل کیږي.

موملایي معمولا په شیدو (پیو) کې اچوي او بیا یې څښي. په افغانستان کې ډیره ښه او اصیله موملایي د بدخشان موملايي ده، د پکتیکا په غرونو کې هم پیدا کیږي. همداراز په تاجیکستان، د پاکستان په چترال او بلتستان کې هم ښه موملایي موندل کېږي.

موملایي باید په سا ړه ځای کې وساتل شي او د لمر له وړانګوخوندي وي.

بابد زیاته کړم چې په اوسني وخت کې اصیله موملایي په ګرانه بیه ترلاسه کیږي او تر څنګ یې نقلي موملایي هم خرڅیږي چې هغه کومه ګټه نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب