یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا هیبت الله: لویدیځ ته تلونکي افغانان نه تلو ته وهڅوئ

ملا هیبت الله: لویدیځ ته تلونکي افغانان نه تلو ته وهڅوئ

تاند:( سې شنبه، د قوس شپاړسمه)‏‏‏ د طالبانو عمومي مشر ملا هیبت الله، چې دوی يې امیرالمؤمنین ګڼي، په يوه لارښوده پاڼه کې د طالبانو واليانو ته امر کړی، چې خلک لویدیځو هېوادونو ته له تلو انصراف کیدو ته وهڅوي.

نوموړي ويلي، چې د سیاسي یا اقتصادي ستونزو په پلمه دغه تلونکي افغانان، چې ځينې له کم عمره ماشومانو او میرمنو سره غربي هېوادونوته د تللو تکل لري، له ځنیو امنیتي، اخلاقي او نورو بشري ستونزو سره مخ کیږي.

ـ د لارې په اوږدو او کمپونو کې له ناوړه حالاتو سره مخ کیدل ، د ځینو مغرضو برنامو له مخې د تلونکو افغانانو د عقائدو، اخلاقو او معنوي ارزښتونو له خطر سره مخ کيدل او د اوسیدو د جواز لپاره د اسلام او اسلامي نظام خلاف تهمت او جعلي اسنادو برابرولوته مجبوريدل د دغو تلونکو کسانو عمده ستونزې ګڼلي.

د طالب مشر په خبره، بهر ته د تلو پر ځای د ځینو اشخاصو مسلکي وړتیا د هیواد د سوکالۍ او پرمختګ په لاره کې صرف شي، هلته په عادي او حتی په ځینو حقیرو چارو سرته رسولو کې صرف کیږي.

ملا هیبت الله اخوند ويلي، ‍‍له دې امله دې واليان د اړوندو مسئولینو او علماء کرامو په همکارۍ له هغوی سره مخامخ وویني، د هغوی ستونزې دې واوري او د ممکنه حل لارو پیدا کولو په هکله دې ورسره مرسته وکړي.

د طالبانو اميرالمومنين دغه راز امر کړی، چې چارواکي دې د امنیتي تدابیرو د لازیاتوالي هڅه جاري وساتي، چې چاته د ویرې خپرولو فرصت میسر نه وي او په ځانګړې توګه څوک د تجارانو، کسبه کارو او متخصصینو د خدمتونو او فعالیتونو په وړاندې خنډ ایجاد نه شي.

نن د طالبانو د رييس الوزرا يوه مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره په لیدنه کې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې خپلې نیمګړې پاتې پروژې بشپړې کړي څو له هېواده د کادرونو د تېښتې مخه ونيول شي.

د طالبانو وروستۍ څرګندونې تر پخوا نرمې شوې ښکاري او څرګندوي، چې دوی د متخصصينو له ګډون او همکارۍ پرته د انحصاري حکومتولۍ په ناکامیدو یې ورو- ورو پوهیږي.

له دې سره ځينې شنونکي باور لري، چې طالبان به زر له هېواده د تېښتې پراخ بهير په داسې اعلاميو زر مهار نه کړای شي.

1 COMMENT

  1. ملا هبة الله شه نظر وركري مگر لاندی نقاط هم د امراوو لپاره د دقت ور دی
    اولا د بن انحصاری او جاهلی تعصباتو دکه معامله چی پر طالبانو یی جنگ تحمیل او ملت ا و
    شته یی تباه کر نباید تکرار شی
    ثانیا انحصار ملت شیندی نفاق زیاتوی اعتماد له مینحه وری حق تلفی ته زمینه برابروی
    او د الله ج د عذاب دنزول باعث گرحی خلاصه انحصار حرام دی
    ثالثا مسؤليت امرا وعلما نهايت عظيم و ثقيل است بنابر نصوص نمي توان هر كس را در
    علما و امرا حساب كرد و قسميكه ايت الله محسني به طلبايش مي كفت-طلباي عزيزم!
    ملاشدن اسان است ولي آدم شدن مشکل است لذا زیور آدمیت ضرورت اولی هر انسان و
    بخصوص امرا و علما می باشد

    یعنی امارت یا دولت اسلامی نام خدمت، حمایت،شفقتت،عدالتت وحکم بماانزل الله در بین
    مردم است واین ظرفیت را اکثریت حکام امت ندارند در حالیکه موقف علمی و تخصصی ما
    نهایت ناچیز و جوابگوی نیاز ملت نیست
    ملت سازی و خدمت به ملت کار هرتعلیم یافته بی تربیه نبوده و افراد این کارقلیل اند و این کمیت قلیل و ویرانی های بیشمار بدون مدد خداوند مددگار نیکوکاران ممکن نیست

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب