شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهارزګان کې ۴ تنه د جنسي تیري په تور سنګسار شول

ارزګان کې ۴ تنه د جنسي تیري په تور سنګسار شول

تاند:( سې شنبه، د قوس شپاړسمه)‏‏‏ د ارزګان ځايي چارواکو ۴ تنه پر ۲ ښځو د جنسي تیري په تور په عام محضر کې سنګسار کړي.

د راپورونو له مخې، دغه کسان په ګيزاب ولسوالۍ کې سنګسار شوي.

د‌ سنګسار شويو کسانو برخليک نه دی معلوم، چې وژل شوي او که ژوندي دي؟

ځايي چارواکو ويلي، چې دغه کسان د ګيزاب د امنيه قومندان لخوا نیول شوي او د جنسي تیري تور پرې ثابت شوی دی.

په دې اړه په یوه خپره شوې ویډیو کې د طالبانو يوه ځايي مشر ويلي، چې د سنګسار دغه سزا يې د ځوانانو د عبرت لپاره عملي کړې او په دې توګه به اسلامي هم جاري شي.

طالبانو په مرکزي کچه د داسې پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

څه موده مخکې د دوی د سترې محکمې سرپرست له طالبانو وغوښتل، چې د محکمې له پرېکړې پرته د خلکو له مجازات څخه ډډه وکړي.

ويل کيږي، چې د افغانستان په ډېرو برخو کې طالبان دغسې صحرايي محکمې کوي او تورنو کسانو ته دا ډول سزاوې ورکوي، خو د رسنيو او بيان ازادۍ د نه موجوديت له کبله نه رسنيز کیږي.

1 COMMENT

  1. کوم غریب و غربه به یی راګیر کړی وی ولی د مبین دوسته نه څیرل کیږی؟ ولی د وسلو قاچاقبران نه افشا کیږی؟ هغه طالبان دی هم سنګسار شی چی له خرو سره یی بد کار کاوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب