Homeخبرونهصالح: له یوه خصوصي بانک پرته نور ټول افغان بانکونه سقوط شوي...

صالح: له یوه خصوصي بانک پرته نور ټول افغان بانکونه سقوط شوي او شتمنۍ يې ط غصب کړي

تاند:( سې شنبه، د قوس شپاړسمه)‏‏‏ د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح ادعا کړې، چې د افغانستان له نړیوال بانک پرته نور ټول بانکونه سقوط شوي دي.

نوموړي نن پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې د افغانستان له نړیوال بانکAIB پرته نور ټول سقوط شوي او د خپلو مسوولیتونو د ترسره کولو وړتيا نه لري.

د هغه په وينا، طالبانو په خاموشه توګه د ټولو بانکونو واګې په لاس کې نیولي او شتمنۍ يې غصب کړي دي.

د امرالله صالح د معلوماتو له مخې، د بانکونو مالکان او مديران د طالبانو د شکنجې، اختطاف او غیر انساني چلند له وېرې له هېواده تښتیدلي دي.

مخکيني مرستيال ولسمشر پر پاکستان غږ وکړ، چې د ده په خبره د خپلو طالب لاسپوڅو د ژغورلو لپاره لاس په کار او د پيسو مرسته ورسره وکړي.

د ده په خبره، چې د طالبانو واکمنۍ سره د اونۍ اووه لارۍ د غنمو مرسته د حل لاره نه ده.

صالح پاکستان ته خبرداری ورکړی، چې د افغانستان هضمول او له ستوني تېرول ورته نا ممکنه دی.

د صالح په وينا، د افغانستان اوسنی وضعیت یې د دې خبرې ښکاره مثال دی.

طالبانو د صالح څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

پرون د افغانستان د ميوند خصوصي بانک د سقوط خبر ورکړل شو، خو رسمي سرچينو دا خبره نه ده تایید کړې.

له تېرو څو ورځو راهيسې د ډالرو پر وړاندې د افغانيو بيه په بېساري ډول پريوتې، چې د خوراکي توکيو بيې هم ورسره خورا لوړې شوي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...