شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد يوناما مشرې ته د ط شکايت، د افغانستان د استازيتوب پر...

د يوناما مشرې ته د ط شکايت، د افغانستان د استازيتوب پر څوکۍ بيا کتنه وکړئ

تاند:( سې شنبه، د قوس شپاړسمه)‏‏د طالبانو د رييس الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې په دغه نړيوال سازمان کې د افغانستان د استازيتوب څوکۍ د حق په اړه بيا کتنه وکړي.

نوموړي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې ميرمن ديبورا لاينز سره د لیدنې پر مهال نن دا غوښتنه کړې ده.

مولوي حنفي ويلي، چې طالبانو ته د افغانستان د استازيتوب د دغې څوکۍ د نه سپارلو په پریکړه کې معقوليت نه دی کړی.

دغه لوړپوړي طالب مقام له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان د استازيتوب د څوکۍ تر څنګ، هغه نميګړې پروژې هم بشپړې کړي، چې چارې يې پيل کړې وې، خو اوس په ټپه ولاړې دي.

د حنفي په وينا، که يادې پروژې دوام پيدا کړي، له هېواده به د ځوانو استعدادونو د تېښتې مخه ونيول شي.

د طالبانو د رييس الوزرا مرستيال دغه راز ويلي، چې د دوی د پاليسۍ له مخې ټولو خلکو ته د زده کړو حق تامين دی.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې په دې لیدنه کې له نړیوال بانک سره د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د خلاصون په اړه د خپلو هڅو معلومات شريک کړي.

په اعلامیه کې د دغو معلوماتو په اړه جزييات نه دي ورکړل شوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د پريکړې له مخې په دې نړیوال سازمان کې د افغانستان د استازيتوب حق او څوکۍ د پرځول شوي جمهوري نظام له استازي غلام محمد اسحاقزي سره پاتې کيږي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ياده پرېکړه غندلې او ظالمانه ګڼلې ده.

یو شمېر افغان شنونکي او سیاستوال ټینګار لري، چې طالبان به د ملي مشروعیت له ترلاسه کولو مخکې نړیوال مشروعیت پيدا نه کړای شي.

په حکومت کې متخصصو کدرونو ته فرصت ورکول، له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول او د بشري او ښځینه حقونو تضمینول د نړۍ هغه عمده شرطونه دي، چې نړیوالې ټولنې پر طالبانو يې د دوی د واکمنۍ د رسمیت پېژندلو لپاره ایښي دي.

طالبان بیا دا شرطونه ردوي او ټينګار لري، چې هم یې حکومت ټول شموله دی، هم ترهګرو ډلو سره اړیکې نه لري او هم یې بشري او ښځینه حقونه تر ټولې نړۍ ښه تامین کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب