شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپلوشه حسن د هیلري کلینټن جايزه وګټله

پلوشه حسن د هیلري کلینټن جايزه وګټله

تاند:( سې شنبه، د قوس شپاړسمه)‏‏ د افغانستان د ښځو د روزنیز مرکز مشرې پلوشه حسن د متحده ايالاتو يوه مهمه ښځینه جایزه، چې د هغه په هېواد د بهرنيو چارو د پخوانۍ وزیرې هیلري کلینټن په نامه ده، وګټله.

هغې ته دغه جايزه د ښځو د حقونو د تامين، سولې او امنيت د ټينګښت په برخه کې د کړو هڅو په قدردانۍ اعلان شوې ده.

د امريکا د جورج تایوان انستیتیوت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې دغه جایزه د نړيوالې سولې د تامين فعالانو ته ورکول کېږي.

سږ کال دغه جايزه د روسیې، مکسیکو، چین او زيمبابوې څلورو فعالانو ته هم ورکول کېږي.

په پام کې ده، چې یاده جايزه د امريکا د واشنګټن ډي سي ښار په جورج ټاون پوهنتون کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټونکو ته ورکړل شي.

يو شمېر افغانانو يوې افغانې فعالې ته د دغې جایزې په ورکول کیدو خوښي ښودلې ده.

افغانه فعاله پلوشه حسن دا جايزه په داسې حال کې ګټي، چې افغانستان د طالبانو د واکمنیدو له کبله د ښځو د حقونو د پراخ نقض او نورو فاجعو له کبله د نړیوالو رسنیو او بحثونو سرټکی دی.

طالبانو په میلیونونه ښځې له زده کړو، کار او فعاليتونو منع کړي او په دې خاطر تر سختو نړیوالو فشارونو لاندې دي.

طالبان بيا ادعا لري، چې په نړیواله کچه یې تر هر چا د ښځو او بشري حقونو په تامين کې تر هر چا ځان ښه ثابت کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب