شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد بحران نړیواله ډله: د افغانستان دولت د اقتصادي بندیزونو له کبله...

د بحران نړیواله ډله: د افغانستان دولت د اقتصادي بندیزونو له کبله سقوط کوي

تاند(سې شنبه، د قوس ۱۶مه) د بحران نړیواله ډله خبرداری ورکوي چې د طالبانو د رژیم (حکومت) تر کنټرول لاندې د افغانستان دولت د اقتصادي بندیزونو له کبله سقوط کوي.

دې ډلې په خپل تازه راپور کې، چې د دوشنبې په ورځ یې خپور کړ، ویلي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هیوادونو د افغانستان شتمنۍ کنګل کړي، مرستې یې پرې بندې کړي او یوازې په محدوده پیمانه بشري مرستې ورکوي. د دې په نتیجه کې د دولت کارکوونکي معاش نه ترلاسه کوي، لومړني خدمات په ټپه درېدلي او مالي سیکتور فلج شوی دی.

د بحران نړیواله ډله زیاتوي، داسې نه ښکاري چې مالي جزاوې به د طالبان اعمال بدل کړي، خو د دغه هیواد زیانګالي او بېوزله خلک کړوي.

په دې ۴۸ مخیز راپور کې، چې سرلیک یې دی: «تر بیړنۍ مرستې ورهاخوا: د افغانستان بشري ناورین» راغلي:

د هغو افغانانو چې له خپل هیواده تښتي، د شمېر زیاتېدا د مهاجرت یو بل بحران زېږولی شي. «د دولت سقوط به د لوېدیځو هیوادونو، چې له وړاندې لا د ځواکونو د ایستلو په خاطر د ګډوډۍ په رامنځته کولو تورن دي، پر شهرت یو تور داغ پورې کړي.»

د بحران نړیواله ډله افغانستان ته یوازې د بشري مرستو لېږل کافي نه بولي او وايي افغانستان هغه هیواد دی چې له څه باندې ۴ لسیزو راهیسې په جګړه کې ښکېل دی.

دا ډله وايي، لوېدیځ هیوادونه د بشري مرستو پر ځای باید د افغانستان له دولتي ادارو سره مرسته وکړي او هغه د دې جوګه کړي جې ضروري خدمات وړاندې کړای شي.

د بحران د نړیوالې ډلې په وینا د افغانستان اکثره دولتي روغتونونه درمل او لومړني مواد نه لري. د ښوونځیو ښوونکو ته د څو میاشتو معاش نه دی ورکړل شوی او د هیواد کمزوری بانکي سیستم د چلېدو لپاره په کافي اندازه نغدې پیسې نه لري.

ملګروملتو اټکل کړی چې د افغانستان نیمايي وګړي به دا ژمی له سختې لوږې سره مخامخ شي.

3 COMMENTS

  1. وروڼو تاند کی د محترم امین ستانکزی مقاله وګوری ، ستانکزی صیب د اقتصاد د مسلک له مخی دغه موضووع روښانه کړی هغه شپږ نیم میلیارده دالر چی غنی نړیوالو مالی موسسو ( د نیویارک بانک او سویس ) کی زیرمه کړی و هغه د پشتوانی حیثیت لری هغه د بودجی پیسی نه وی که هغه را خوشی سی دافغانستان اقتصاد بی پشتوانی کیږی او راخوشی شوی پیسی په دوه ورځو کی تولی پاکستان ته ځي ته به یوه قوی بانک کی هیڅ هم ونلری نو لږ ځان په اقتاد پوه کړئ په هغو کی ډیرر لږ د خصوصی سکتور دی چی ریښتا هم د ترانسفر ستونزه پیدا شوی نوری د دی ملت پشتوانه شتمنی ده او د شرایطو له مخی هلته ایښودل شوی او د بانکونو مقررات شته دا هسی خبره ده چی دنیا کنګل کړی او دا د ی او دادی یو چاته ی ویل غوږ دی پیشو یووړ خپل غوږ ته یی نه کتل پیشو پسی یی منډی وهلی دا د پنجاب بغاری دی خلک تاسی پوری خندوی

  2. افغانستان هېڅ وخت نه سقوط کېږي او دا هسې ببولالې دي. تر اوسه په نړۍ کې هېڅ هېواد په دې ډول نه دی سقوط شوی. داسې کېدای شي چې غریبي به ډېره شي او د خلکو اقتصادي وضعیت به ډېر خراب وي. دا عمومي خبره ده چې اسلامي بنستپاله او د امریکې مخالف ضعیف هېوادونه به د مشکلاتو سره مخ وي.

  3. دامریکایانو او دهغه دځیره خورو خیانت او دښمنی به روانه وی. هغه دیو شخص په بدلون باندی نه ماثره کیږی.
    که افغانان پوه وی نو بدیل او نوی لیاره دی پیدا کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب