شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمسعود بلک واټر سره اړيکه رد او د افغانستان په اړه د...

مسعود بلک واټر سره اړيکه رد او د افغانستان په اړه د تازه نړيوالې پریکړې هرکلی وکړ

تاند:( سې شنبه، د قوس شپاړسمه)‏‏د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو په ضد د مقاومت جبهې د تهران ټایمز هغه راپور رد کړی، چې ګواکې احمد مسعود په تاجيکستان کې د بلک واټر امريکايي امنيتي کمپنۍ له مشر اريک پرينس سره لیدلي او د طالبانو خلاف جګړه کې د مرستې غوښتنه ورڅخه کړې ده.

په دې اړه راپور روانه اونۍ تهران ټایمز ورځپاڼې د خپلو پټو سرچينو په حواله خپور او وويل، چې ياده غوښتنه په تاجيکستان کې احمد مسعود له بلک واټر کمپنۍ څخه کړې ده.

د ملي جبهې د بهرنيو اړيکو مسوول علي ميثم نظري ویلي، چې یاد شوی راپور بې بنسټه دی.

بل لور ته: د احمد مسعود په مشرۍ ملي جبهې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ هغه پريکړه ستايلې، چې له مخې یې په دې نړیوال سازمان کې د افغانستان د استازيتوب حق او څوکۍ د پرځول شوي جمهوري نظام له استازي غلام محمد اسحاقزي سره پاتې کيږي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت بيا ياده پرېکړه غندلې او ظالمانه ګڼلې ده.

یو شمېر افغان شنونکي او سیاستوال ټینګار لري، چې طالبان به د ملي مشروعیت له ترلاسه کولو مخکې نړیوال مشروعیت پيدا نه کړای شي.

په حکومت کې متخصصو کدرونو ته فرصت ورکول، له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول او د بشري او ښځینه حقونو تضمینول د نړۍ هغه عمده شرطونه دي، چې نړیوالې ټولنې پر طالبانو يې د دوی د واکمنۍ د رسمیت پېژندلو لپاره ایښي دي.

طالبان بیا دا شرطونه ردوي او ټينګار لري، چې هم یې حکومت ټول شموله دی، هم ترهګرو ډلو سره اړیکې نه لري او هم یې بشري او ښځینه حقونه تر ټولې نړۍ ښه تامین کړي دي.

1 COMMENT

  1. د تاند د نومیالي خبري ویب سایټ محترمې ادارې ته. هیله ده چې ښه او په خپلو کارونو کې بریالي اوسئ.
    زه دوه نظرونه لرم:
    – د پاکستان پېښو ته داسې خبري پوښښ مه ورکوئ چې د هغوی ستاینه په کې وي، مثلا یو ځل تاسو د قریشي له خولې لیکلي وو چې مونږ د افغانستان د هوساینې لپاره څه پروګرام جوړوو. حتی که هغوی ویلي هم وي په بل ډول یې اخلئ او بیا ورسره دا لیکئ چې پاکستان تل د افغان او افغانستان پر ضد یو رزیلانه سیاست لوبولی او لا یې لوبوي.
    – د مسعود زوی د یوه جنایتکار زوی دی، دومره وخت مه ورکوئ، هره لیکنه چې پرې کېږي حتی که منفي هم وي په یو شکل ورته کمپاین او تبلیغ کیږي.
    – دا صحیح ده چې د طالبانو تګلارې د انتقاد وړ دي لاکن د غلو ټلوالې ته هیڅکله هم د ملي مقاومت جبهه اصطلاح مه کاروئ. که ډېر مجبور یئ د پنجشیر د مقاومت جبهه یې بولئ. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب