شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهروسیه او هند: افغانستان باید د داعش، القاعدې او لشکر طیبه په...

روسیه او هند: افغانستان باید د داعش، القاعدې او لشکر طیبه په پټنځای بدل نه شي

تاند:( سې شنبه، د قوس شپاړسمه)‏‏ هندوستان ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سفر پر مهال هغه او د هند صدراعظم نریندرا مودي دواړو ټینګار کړی، چې افغانستان ته باید هر څومره زر عاجلې بشري مرستې واستول شي.

دوی دا هم ویلي، چې د ترهګرو په پټنځای، یو ځل بیا د دغه جنګ ځپلي هېواد د بدلیدو مخنیوی باید وشي.

د روسیې او هندوستان په ګډه اعلامیه کې دا هم راغلي، چې دوی د افغانستان امنیتي وضعیت او سیمې ته یې پر اغېزو، د افغانستان پر حاکم سیاسي وضعیت، د ترهګرۍ او افراطیت پر اړوندو مسایلو او له نیشه یي توکیو سره د مبارزې په اړه بحث او خبرې کړي.

دواړو هېوادونو په مشخصه توګه دا یادونه کړې، چې د افغانستان له خاورې څخه باید د داعش، القاعدې او لشکر طیبه په ګډون هیڅ کومې ترهګرې ډلې ته د دوی د جنګیالیو د پناه ځای، روزنځای، تمویل ځای او بل هیڅ ډول استفادې لپاره د کار اخیستو اجازه ورنه کړل شي.

روسي چارواکو مخکې تر ډېره له داعش ډلې څخه اندیښنه ښوده، چې په افغانستان کې فعالیت به یې سیمه وګواښي.

دا ممکن لومړی ځل وي، چې د روسیې د ولسمشر په ګډون په یوه ترسره شوي مجلس کې د پاکستان د لشکر طیبه له فعالیتونو څخه په افغانستان کې اندیښنه ښودل کیږي.

طالبانو د روسیې او هندوستان دغو اندیښنو ته غبرګون نه دی ښودلی،خو په ټوله کې یې ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې به د هیڅ کوم هېواد خلاف ګټه نه اخیستل کیږي.

روسیې او هند خپله له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه د نویو اقداماتو یادونه نه ده کړې.

1 COMMENT

  1. مخکی لدی هند امریکایی چارواکو تګ راتګ زیات کوو مګر کله چی اوس امریکا له پآکستان سره نږدی دوستی شروع کړی او له پاکستان څخه په زیاترو مجلسونو کی مننه کړی نو اوس د هند او روسیی اړیکی زیاتی ټینګی شوی او هند د لشکرطیبه او داعش په اړه لا پخوا درلوده او پدی باندی ټوله نړی پوهیږی چی د اوسنی داعش او لشکر طیبه پټنځای په پاکستان کی ده مګر نړیوال پخوا د افغانستان چارواکو خبرو ته غوږ نه نیولو او همدا راز د هند خبرو ته یی هم په نړیواله سطحه غوږ نه نیوو.
    د یادولو ده چی اصلی خبره ورکه ده مګر تل دوی رسنیز خبره د افغانستان په اړه کوی او ځان ډیر د افغانستان خواخوږی ګڼی درحالیکه چی پآکستان ۴۵ کلن دښمن د افغانستان ده او روسیه هم ۴۵ کلن دښمن دی مګر همدا اوس پاکستان د افغانستان لپاره د هند مرستو ته اجازه نه ورکوی درحالیکه چی کله د افغانستان تازه سبزی د مارکیټ لپاره تیاروو پاکستان ټولی لاری را باندی بندی کړی

    کیدای شی څو ورځی د مخه د پآکستان امنیتی سلاکار یوسف معید روسیی ته سفر کړی او هلته د مرستی خبره وکړ او اوس د روسیی ولسمشر هند ته تللی، داسی ګمان هم کیږی چی پآکستان اوس د داعش او لشکر طیبه په وسیله په هند باندی د برید تابیه ونیسی مګر پدی چارو کی نړیوال ګرم دی چی هند خبره او ستونزه نه اوری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب