شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاندونیزیا: کابل کې سفارت پرانیزو او ط سره رغونکی تعامل کوو

اندونیزیا: کابل کې سفارت پرانیزو او ط سره رغونکی تعامل کوو

تاند:( سې شنبه، د قوس شپاړسمه)‏‏ د اندونیزیا چارواکو ویلي، چې په کابل کې به زر خپل تړلی سفارت بیرته پرانیزي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت یوه اسیایي مقام عبدالقدیر جیلاني ویلي، چې دوی له طالبانو سره رغونکی تعامل کوي، خو تراوسه یې د دوی د واکمنۍ د په رسمیت پېژندلو په اړه پریکړه نه ده کړې.

له افغانستان سره بشري مرستې، د ښځو لاسنیوی او د دوی په ګډون نورو افغان محصلانو ته د تعلیمي بورسونو ورکول د اندونیزیایي سفارت د پرانیستل کیدو عمده موخې ګڼل شوي.

اندونیزیا په ورته وخت کې بیا ټینګار کړی، چې طالبان دې یو ټول شموله حکومت رامنځته، د ښځو حقونه تامین او له ترهګرۍ سره مبارزه تضمین کړي.

دغه هېواد یاد شوي موارد د طالبانو د حکومت د نړیوال رسمیت پېژندلو لپاره عمده شرطونه ګڼلي دي.

د اندونیزیا بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي، چې له افغانستان سره بشري مرسته او د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره خپلې مرستې به د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په ځانګړې غونډه کې زر اعلان کړي.

طالبانو د اندونیزیا دغې اعلامیې ته تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په دغه نړیوال سازمان کې د افغانستان د استازیتوب څوکۍ یو ځل بیا رسماً د پرځول شوي جمهوري نظام استازي غلام محمد اسحاقزي ته تصویب کړه.

دغه سازمان تېره اونۍ په یاد شوي سازمان کې د طالبانو د استازي منل رسماً رد کړل.

یو شمېر افغان شنونکي او سیاستوال ټینګار لري، چې طالبان به د ملي مشروعیت له ترلاسه کولو مخکې نړیوال مشروعیت پيدا نه کړای شي.

د ټول شموله حکومت جوړول، له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول او د بشري او ښځینه حقونو تضمینول د نړۍ هغه عمده شرطونه دي، چې نړیوالې ټولنې پر طالبانو يې د دوی د واکمنۍ د رسمیت پېژندلو لپاره ایښي دي.

طالبان بیا دا شرطونه ردوي او ټينګار لري، چې هم یې حکومت ټول شموله دی، هم ترهګرو ډلو سره اړیکې نه لري او هم یې بشري او ښځینه حقونه تر ټولې نړۍ ښه تامین کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب