Homeخبرونهد افغان زعفرانو حاصلات نېمایي کچې ته کم شوي

د افغان زعفرانو حاصلات نېمایي کچې ته کم شوي

تاند:( سې شنبه، د قوس شپاړسمه)‏‏ د هرات د کرنې او مالدارۍ رییس پيرمحمد وایي، چې د وچکالۍ له کبله په دې ولایت کې د زعفرانو حاصلات ۵۰ سلنه کم شوي.

د ده په وینا، تېرکال هرات کې تر ۲۰ ټنو پورې حاصل د زعفرانو له کرکیلې ترلاسه شوی و، خو سږ کال دا حاصل تر ۱۰ ټنو ښکته شوی.

د وچکالۍ ترڅنګ د زعفرانو د حاصلاتو زیانمنیدل او ورته د مناسب بازار نشتوالی هغه ستونزې دي، چې سږ کال ترې افغان زعفران کرونکي شکایت لري.

د هرات لپاره د طالبانو والي مولوي نوراحمد اسلامجار ویلي، چې د زعفرانو د صاداراتو د بیا پيل په اړه طالب چارواکي له نورو هېوادونو سره په خبرو بوخت دي.

هغه کروندګرو ته ډاډ ورکړی، چې په نیږدې راتلونکي کې به د زعفرانو صادرات له سره پيل شي.

د هرات کروندګرو ویلي، چې د فصل او حاصل د ښه والي په وخت کې یې سلګونه تنه چې اکثره یې ښځینه دي، په کار مصروفیږي او هر کارګر ته د ورځې تر ۵ سوه افغانیو عاید په لاس ورځي.

دوی له چارواکو غواړي، چې ستونزې یې ور حل او په دې ډول د هېواد ځپل شوي اقتصاد سره مرسته وکړي.

مخکې افغان کروندګرو ایران د افغان زعفرانو د تولید او صادراتو پر وړاندې په خنډ جوړولو تورنول او ویل، چې دغه هېواد د افغانستان په سرو زرو د مشهورو دغو تولیداتو او صادراتو پرمختګ نه شي زغملای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...