جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهامریکا د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر لیک ته ځواب ووایه

امریکا د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر لیک ته ځواب ووایه

تاند(شنبه، د عقرب ۲۹) د امریکا متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ د طالبانو د هغې غوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان شتمنۍ ازادې کړي، وویل، د کابل نوی حکومت لومړی باید مشروعیت ترلاسه کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، واشنګټن ډېر مخکې د پخواني حکومت په مهال طالبانو ته په زغرده ویلي و چې که طالبان د خبرو په ځای د زور له لارې واک ترلاسه کړي، له بشري مرستو پرته به نورې مرستې پرې بندې کړي.

ویسټ وايي چې طالبانو هماغه کار وکړ چې امریکا ورڅخه غوښتي و چې ویې نه کړي.

ډېری طالب چارواکي وايي چې دوی نه غوښتل چې کابل ونیسي او حتي د اګست په ۱۵ مه د قطر دفتر اعلان وکړ چې هیڅ طالب باید کابل ته داخل نه شي خو د حقاني شبکې د پاکستان د آی ایس آی په لمسون کابل ته ننوته چې په نتیجه کې یې د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني له هیواده وتلو ته مجبوره شو او نور طالبان هم اړ شول چې د حقاني شبکې د غړیو له ننوتو او د حکومت له پرزېدو وروسته کابل ته ننوځي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي «مشروعیت او ملاتړ باید د تروریزم پر ضد په اقدام، د ټولګډونه حکومت په جوړولو او د اقلیتونو، او د تعلیم او کار په شمول د ښځو او نجونو د حقونو په منلو ترلاسه شي.»

طالبانو د واک له ترلاسه کولو سره سم، د نجونو ښوونځي بند کړل، پوهنتونونه یې هم په دې خاطر بند کړي چې نجونې او هلکان سره بېلولی نه شي، ملي بیرغ او ملي سرود یې منع کړل او په لوی لاس یې هم د افغانانو او هم نړیوالې ټولنې دښمني ځان ته وپاروله.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د چهارشنبې په ورځ د امریکا کانګریس ته په یوه پرانیستي لیک کې غوښتنه وکړه چې امریکا دې د افغانستان شتمني ازاده کړي.

د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته امریکا د افغانستان بانک ۹ نیم ملیارد ډالره شتمني کنګل کړه.

که څه هم دا پیسې د افغانیو د پشتوانې لپاره مهمې دي خو د افغانستان د اقتصادي ستونزو لوی دلیل د نړیوالو مرستو درېدا، د طالبانو د حکومت نه رسمیت او د وضعیت په اړه عمومي ناباوري ښودل کېږي.

که طالبان په خپل حکومت کې په ځانګړي ډول ښځو ته برخه ورنه کړي، د نجونو زده کړې پیل نه کړي او ښځو ته په دولتي ادارو کې د کار موقع ورنه کړي، ډېر احتمال شته چې اوسنی وضعیت تر نامعلوم وخته دوام وکړي. په داسې حالت کې د افغانانو نېستي او لوږه نوره هم زیاتېږي چې د داعش په شان ترهګرو ډلو ته د جلب و جذب موقع په لاس ورکوي.

له همدې کبله د چارو ډېر شنونکي وايي چې طالبانو ته پکار ده چې د لویو ګټو په خاطر له وړو مسلو تېر شي، که له امارته لاس نه شي اخیستلی، بیرغ ومني، که ملي سرود نه شي منلی د نجونو د تعلیم او د کار حق ومني او ثابته کړي چې د نورو اسلامي هیوادونو په شان افغانستان هم یو اسلامي هیواد دی.

که څه هم ملي بیرغ او ملي سرود د نړیوالې ټولنې لپاره مهم نه دی خو په دې د اکثرو افغانانو ملاتړ خپلولی شي چې دا هم له طالبانو سره د مشروعیت په برخه مرسته کولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب