جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهايراني ديپلومات د افغان شيعه ګانو د جومات امنيتي وضعيت ارزولی

ايراني ديپلومات د افغان شيعه ګانو د جومات امنيتي وضعيت ارزولی

تاند:( جمعه، د عقرب اته ویشتمه) په کابل کې د ایران د سفیر مرستیال سید حسین مرتضوي نن د کابل په لويديځ دست برچي سيمه کې له افغان شيعه ګانو سره د جمعې لمونځ کړی دی.

ايراني رسنيو ويلي، چې نوموړي په يوه جومات کې د لمانځه تر څنګ د جومات امنيتي تدابير ارزولي او خلکو ته يې ډاډ ورکړی، چې طالب چارواکو سره يې د ښو امنيتي تدابيرو په اړه غږيدلي.

ويل شوي، چې مرستيال سفير کابل ته د ایران د ځانګړي استازي د سفر له يادونې سره ټينګار کړی چې هغه له طالب چارواکو سره د افغان شيعه ګانو پر امنيت ساتلو خبرې لرلې.

دغو رسنيو نه دي ويلي، چې کوم طالب چارواکي د یادې لیدنې پر مهال د ايران د مرستیال سفیر ملتيا کوله کنه؟

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

پر طالبانو نيوکه کيږي، چې له واکمنیدو سره يې د افغانستان پرستیژ ته په ديپلوماتیکه برخه کې هم تاوان رسولی.

څو ورځې مخکې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی کابل ته راغلی و، چې د طالبانو د ادارې اقتصاد وزير قاري دین محمد يې د هرکلي لپاره د کابل هوايي ډګر ته ورغلي وو.

د دې ترڅنګ څو ورځې مخکې طالبانو د امريکا د کانګرېس په نوم خپل لیک په اردو ژبه هم خپور کړی و، چې توندو غبرګونونو سره مخ شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب