چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهامريکا يو شمېر له هېواده وتي افغانان بيرته خپل هيواد ته ستنوي

امريکا يو شمېر له هېواده وتي افغانان بيرته خپل هيواد ته ستنوي

تاند:( جمعه، د عقرب اته ویشتمه) سي این این ټلويزون په يوه تازه راپور کې ويلي، چې امریکا متحده ایالات يو شمېر هغه افغان پناه غوښتونکي بيرته افغانستان ته ستنوي، چې له دغه هېواد څخه د خطر سره مخامخو کسانو د تخلیې د بې نظمۍ په وخت له افغانستان څخه امريکا يا يې د کډوالو اړوندو کمپونو ته رسيدلي، خو په واقعيت کې له کوم خطر سره مخامخ نه دي.

دغه ټلويزيون ته ځينو امريکايي چارواکو ويلي، چې په دې اړه پلټنې پيل شوي څو له خطر سره مخامخ او نا مخامخ کسان سره جلا او په اړه يې پريکړه وشي.

د اګسټ په پینځلسمه، پر کابل د طالبانو له واکمنیدو سره نيږدې يو نيم لک کسان له افغانستان څخه امريکا متحده ايالاتو او په ځینو نورو هېوادونو کې د دغه هېواد د کډوالو کمپونو ته ولېږدول شول.

امريکا او متحدينو يې د تخلیې د دغه بهير لپاره دا شرط کړي و، چې وتونکي کسان به يا د دوی د پوځي او ملکي ماموريت همکاران پاتې شوي وي او یا به سياسي، مدني او د ښځينه حقونو فعالان وي، چې طالبانو نه ګواښ ور پېښېږي.

د یادو کسانو په منځ کې د داسې خلکو د وتو خبر هم ورکړل شوی، چې له يادو شرايطو په یوه هم برابر نه دي.

دلته په افغانستان کې د مدني ټولنو، خبریالانو او نورو خطر سره مخامخو قشرونو ګڼو فعالانو اعتراض کړی، چې د دوی په نوم په جعل او درغلۍ نور خلک بهرنيو هېوادونو ته لېږدول شوي او دوی د طالبانو تر ګواښونو لاندې ايسار پاتې دي.

معلومه نه ده، چې امریکا به د راستنونکو کسانو پر ځای نور مستحق او له خطر سره مخامخ خلک له افغانستان څخه باسي کنه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب