چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهسرچينه: جنرال مبين او انجنير شهاب يو غريب کاره سړی په وحشیانه...

سرچينه: جنرال مبين او انجنير شهاب يو غريب کاره سړی په وحشیانه ډول شکنجه کړی

تاند:( جمعه، د عقرب اته ویشتمه) په کابل کې د يوه طالب پلوي سوداګر انجنير شاه محمد شهاب د يوه دفتر چوکیدار وايي، چې د طالبانو لخوا د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند جنرال مبين د ياد شوي سوداګر په همکارۍ وهلی او شکنجه کړی دی.

انجنیر شاه محمد شهاب يو افغان تجار او د طالبانو خواخوږې دی چې له څه مودې راهيسې يې په کابل ښار کې تجارتي فعاليتونه پيل کړي دي.

د نوموړي د دفتر چوکیدار، روح الله چې د لغمان د عليشنګ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، تاند وېبپاڼې ته وويل چې د دوه لکو ډالرو د ورکېدو په قضيه کې انجينر شهاب د کابل د امنیه قومندانۍ د ویاند جنرال مبین په مرسته سخت وهلی او ټکولی دی.

په هغې ويډيو کې چې تازه خپره شوې ، د روح الله پر بدن د وهلو او شکنجې نښې ښکاري او نوموړی پکې د خپلو سترګو ليدلی حالت بيانوي.

روح الله وايي چې د جنرال مبين په امر يې لاسونه تړل شوي او سخت وهل شوی دی.

د‌ هغه په وينا، د وهلو تر څنګ ورته د جنرال مبين لخوا اخطارونه ورکول شوي او د وژلو امر يې شوی دی.

د روح الله په وينا، طالبانو د ګوانتامو د امریکايي ظلم او زجر په طريقه شکنجه کړی دی.

دی وايي، چې په خوله او پوزې کې يې اوبه وراچولي او په دې ډول يې د هغه د ساه په بندولو سره سخت عذاب ورکړی دی.

 نوموړی اوس هم په روغتون کې بستر دی.

د انجنیر شهاب په اړه ويل کيږي، چې له داعش او ترکي استخباراتو سره د همکارۍ په شک له کویت هیواده وویستل شو او له هغه وروسته په ترکيه کی میشت شو.

د طالبانو لخوا د کابل تر نيولو وروسته نوموړی په داسې حال کې افغانستان ته راغی، چې د کابل هوايي ډګر پر سړک ورته د اسلامپال ملي سوداګر په نوم د هرکلي بينرونه لګول شوي وو.

هغه اوس په کابل کې د طالبانو له بېلابېلو مشرانو سره ليدنې کوي او ويل کېږي، چې دغو مشرانو سره مالي مرستې کوي.

 که څه هم نوموړی ځان تجار معرفي کوي خو بېلابېلې سرچينې وايي چې استخباراتي موخې لري.

د هغه ډبول شوی ساتونکی وايي که طالبان واقعا هم د عدالت پلي کول غواړي نو سمدستي بايد ددغه مظلوم احوال واخلي او قضيه يې په جدي ډول وڅېړي او د ورکو شویو پیسو څرنګوالی معلوم کړي.

معلومه نه ده، چې انجنیر شهاب د قحطۍ او نقدي پيسو د نشتوالي په دغه روان بحران کې دومره ډېرې پيسې له کوم ځایه او د څه لپاره دلته راوړې وې؟

د انجینر شهاب ساتونکي ویلي، چې د طالبانو مختلفو برخو ته د مراجعې باوجود يې چا عرض نه دی اورېدلی.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د انجینر شهاب او جنرال مبين نظر هم ترلاسه کرو، خو ورسره په اړیکه بریالي نه شوو.

د کابل د امنیه قومندانۍ لپاره د طالبانو وياند جنرال مبين څه موده مخکې دولسمې امنیتي حوزې ته په منسوب کړل شوي يوه مکتوب کې د کابل پر یوه تنکي ځوان په جنسي تیري تورن شوی و، خو وروسته د طالبانو خبري سرچينو یاد شوی مکتوب جعلي وباله.

3 COMMENTS

  1. طالبان باید جواب ورکړی.
    ددروغو په صورت کی تالبان باید تاند او دهغه همکاران محکمی ته راوغواړی.
    په درواغو باندی لیکنی دخلکو اغتبار ته ضرر رسول باید جتایی او مدنی مسؤلیت ولری چه هغه باید مجکمه تثبیت کړی.
    دبیان آزادی او دهغه نه سوء استفاده یا دروغ ویل په ځینی اروپایی او نورو دولتو کی جرم دی.

  2. تالبان او د تالبانو ملاتړی غواړی چی دهغو خلکو خولی هم ورماتی کړی چی د یو غریبکار او بی وزله افغان غږ د یوی ازادی خبری سرچینی په حیث
    پورته کوی.

    یو غریبکار او بیچاره افغان پداسی بی رحمانه او و حشیانه ډول د تالبانو له خوا پرته له محکمی او جرم وهل ټکول کیدل چی په روغتون کی په زخمی حالت کی پروت دی د غندلو وړ عمل دی او مجرمینو ته يي باید سزا ورکړل شی. ددې په ځای چی تالبان او ملاتړی يی دداسی ناروا کړونو غندنه وکړی د تالبانو ملاتړی اوس هم غواړی چی د هغو خلکو خولی ورماتی کړی او ددوۍ وحشی محکمی ته يی راکش کړی چی ددې مظلوم انسان غږ پورته کوی. څکه چی تالبان اوس د ځمکی په مخ خدایان دی او د خدایانو توهین کونکی باید په مرګ محکوم شی.

    دتالبانو دا ډول کړنی د افغانانو لپاره د حیرانتیا خبره نه ده ځکه چی دوۍ پرته له وحشت کرکی نفرت او تور جهالت بل څه نه پیژني او د یو عام وګړی وژل او ربړول ددوۍ لپاره هیڅ ګناه نه لری بلکه ددوۍ لپاره داسی کړی ددوۍ د جنت مرتبی پورته کوی ځکه چی وحشت او تور جهالت د تالب ددین اصلی بنیادونه دی

  3. په طالبانو پسی سپکی خبری کول دافغانستان ددښمنانو کار دی. په جوړ دولت کی دبی امنی لپاره لمنه وهل ددولت په ضد عمل کڼل کیږی او مجرمین یی سخت مجازات کیږی.
    غلا سوی او دا انکار ناپذیره خبره ده. خو دا چه بدنامه سوی کسان رښتیا په شکنجه کی شریک دی او که دا هم دوطن ددښمنانو خبری دی باید معلومی سی. غلا، شکنجه او دروغ ویل ټول جرمونه دی چه دهغه نه دفاع کول دمجرم خاصیت باید وبلل سی.
    جرم او جنایت ته باید جنایت وویل سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی