چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهآصف ننګ ط ته، تاسې کوم کفري هېواد فتح کړی چې تعلیمي...

آصف ننګ ط ته، تاسې کوم کفري هېواد فتح کړی چې تعلیمي نصاب يې اسلامي کوئ

تاند:( جمعه، د عقرب اته ویشتمه) د پوهنې وزارت پخواني مرستيال محمد آصف ننګ د طالبانو د پوهنې وزارت هغو څرګندونو ته غبرګون وښود، چې وايي د تعليمي نصاب د اسلامي کولو لپاره به کار وکړي.

آصف ننګ له طالب وزير څخه پوښتلي: څه شی پکې اسلامي کوئ ؟! او دا هم دې ولس ته ووایئ چې پدې موجوده نصاب کوم ځای یی غیر اسلامي ده؟

چلنج ده، فقط او فقط یو هغه غیر اسلامي متن یا یو غیر اسلامي کتاب خو یاد کړئ؟!

نوموړی وړاندې لیکي: سړی حیران شي چې دا تاسو کوم کفري هیواد فتحه کړی!!

آصف ننګ طالب وزير ته په خطاب کې وايي: زمونږ پنځلس میلیونه شاگردانو او فارغانو همدا نصاب لوستی لطفاً دوی مه حقیروئ دا د پنځلس میلیون شاگردانو او د دوی کورنۍ بې موجبه مه حقیروئ، د دې نصاب استادان مه حقیروئ، خیر وگورو چې دا محترم مسوولین یی په کوم کدري او مسلکي ظرفیت او بیا کومې (غیر اسلامي برخي!) یی بدلوي…!

د طالب وزير دغو څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې د نورو خلکو توند غبرګونونه هم پارولي دي.

طالبانو بيا په دې اړه د خلکو غبرګونونو او اعتراضونو ته کوم ځواب نه دی ورکړی.

مخکې د دوی د لوړو زده کړو وزير مولانا عبدالباقي حقاني ويلي و، چې په تېرو شلو کلونو کې له تعليمي او تحصيلي بنسټونو څخه فارغ شويو افغانانو نه د ښې کومه تمه نه کيږي.

11 COMMENTS

  1. آصف ننګ یو سیکولر،بی دینه،بی مذهبه، مرتد ده خلق او پرچم په دسترخوان او مکتب کی روزلی شوی کمونیستی دی. دی ده کمونیستی او غربی مفکوری نه یو متاثر بی ظرفیته انسان دی، چی همیش به یی په رمز کی ده خلقو ده عقاید،عنناتو خلاف لیکنی او نظریات خپرول. ده ده په زړه سترګو ده جهل داسی ټاپه لګیدلی چی باوجود ده دی چی افغانستان کی نوفصیده مسلمانان او څلویښت کاله جنګ او شهیدان او انقلابونه اوقربانی ده اسلامی نظام ملی حاکمیت ده وطن ده آزادی لپاره شوی هیروی اوده خپله سیکولری نظریی پشتبانی کړی او غواړی په خلقو یی هم ومنی.نن چی دی په زغرده نیوکه کوی پدی مطمین یم چی حتمن ده افغانستان نه وتلی کنی داسیکولرماته معلوم دی چی دومره غیرت اوجرات نلری

  2. آصف ننګ یو سیکولر،بی دینه،بی مذهبه، ده خلق او پرچم په دسترخوان لوی او مکتب کی روزلی شوی کمونیستی دی. دی ده کمونیستی او غربی مفکوری نه یو متاثر بی ظرفیته انسان دی، چی همیش به یی په رمز کی ده خلقو ده عقاید،عنناتو خلاف لیکنی او نظریات خپرول. ده په زړه سترګو ده جهل داسی ټاپه لګیدلی چی باوجود ده دی چی افغانستان کی نوفصیده مسلمانان او څلویښت کاله جنګ او شهیدان او انقلابونه اوقربانی ده اسلامی نظام ملی حاکمیت ده وطن ده آزادی لپاره شوی هیروی اوده خپله سیکولری نظریی پشتبانی کړی، او غواړی په خلقو یی هم ومنی.نن چی دی په زغرده نیوکه کوی پدی مطمین یم چی حتمن ده افغانستان نه وتلی وی.کنی داسیکولرماته معلوم دی چی دومره غیرت اوجرات نلری.

  3. فرهاد صیب.
    ښه به وه چه دهغه د پوښتنی ځواب دی په سړه سینه او علمی توګه ورکړی وی او هغه کتابونه دې په نښه کړی وی چه محتویات یې د اسلام سره په ټکر کې دی. ردو بدو ویلو ته ضرورت څه دی؟ د دیندارۍ له ادعا سره دینی اخلاق باید وساتل شی.

  4. فرهاد صیب ستاسې تحلیل له اسلام څخه څه دی؟ ایا تاسې له ټولو اسلامي هیوادونو ښه پوهیږی؟ باور مې نه راځي، ځکه ستاسې خپله پښتو املا انشا لا سمه نه ده، نو څنګه به په عربي ژبه کې د اسلام سم پوهاوی ولری. سیکولر یعني څه؟ بس چې څوک طالب نه وي هغه ستاسې د پاره نامسلمان او سیکولر دی. سیکولران له تاسې ښه مسلمانان دي، صرف اوږدې ږیرې نه لري او دین د سیاست نه بیلوي. نه څوک په کمچینو وهي او نه صحرايی محکمې دایروي. دا کومه ګناه نه ده. دین او سیاست چې په هر ملک سره یو ځای شوي ښه ورځ يی نه ده لیدلي. جومات د لمونځ د پاره دی او ارګ د سیاست. پس لږ هوښیار شی او ملک مه تباه کوئ. د بل هیواد په مشورو کار مه کوی.

  5. کاشکي د ښاغلي آصف ننګ په شان کدرونه مونږ ډېر درلودلي وای.
    فکر کوم د ښاغلي فرهاد ورور پدې املا او انشا سره د سیکولر،بی دینه،بی مذهبه، خلق او پرچم او کمونست د اصطلاح ګانو په معنی به هم نه پوهیږي .
    هرڅوک د خپل عمل مسوول دی ، خو د افغانستان اساسي قانون او نور قوانین هېڅ یو یې هم نه سیکولر ندی، چې په افغانستان کې یې دین او دولت سره جدا کړي وي او نه غیر اسلامي . ځکه د اساسي قانونه دوهمه ماده وایی چې هېڅ قانون باید د اسلام مقدس دین له اساساتو مخالف باید نه وي .
    البته سیکولر دولتونه لکه پاکستان داسې وي چې د جمعې پرځای یې شنبه او یکشنبه رخصتي ، سنه او کال یې عیسوي 2021 او قاید اعظم یا پیغمبر یې یو انګریز محمد علی جناح په نوم وي . د کورنیو چارو وزیر یې د اخلاص سورت هم نه وي زده .

  6. فرهاده !
    ته یو ناپوهه انسان یې چې یواځې دې د خپلو احساساتو او میخانیکي کلیمو په کارولو سره فکر کوی، چې هغه د وزیر صیب خبرو ته یو بد او کفري غبرګون ښودلی دی، هغه چې هر څه ویلي دي، حقیقت یې ویلی دی. ما پخپله یوولس کاله د عربانو په یوه یتیم خانه کې چې مدرسه وه، سبک ویلی دی، خو کله مې چې د ورور کتابونه وکتل چې د هغه په نهم او لسم ټولګیو کې ډیر ښه منهج دی، چې په هغه کې تفسیر شریف، حدیث، فقه، عقیده، او همداراز اسلامي سیرت، د خلفاء راشدینو خلافتونه او وروسته بیا نور عصري تاریخ، جغرافیه، حساب، بیولوژي، فرهنګ، هنر … لکه دا ټول هغه کتابونه و، چې ما ویل ریښتیا هم چې د افغانستان حکومت په زده کړو ډیره خواري کړې ده، زموږ اسلامي منهج د سعودي عربستان د اسلامي منهج سره توپیر ندرلود، غوره پکې له دا وه، چې دا په ملي ژبو و، همدا راز ساینسي یا طبیعي علوم یې بیا د سیمې په کچه عصري او د ډیرو هیوادونو نه ښه و.
    نو دا طالبان وایي اسلامي پوځ جوړو، اسلامي منهج جوړوو، هر څه د دوی اسلامي … حال دا چې دا یو اسلامي هیواد دی، خلک یې مسلمانان دي، تل دلته دین خپریږي، عملي کیږي، ترسره کیږي.. اوس ته څوک یې چې د دین په نوم وحشت او نفرت خپروې؟ خلک وژنې؟ بې ګناه وینې تویوې؟
    آیا تاسې کوم نوی پیغمبر یا بل کتاب لرئ؟ یا تاسې ته نوره وحیي کیږي؟؟ موږ نه پوهیږو چې موږ مسلمانان ولې تاسې ته مسلمانان نه ښکارو؟ او یا موږ دویم لمبر او تاسې غوره یاست !!!
    ګوره تاسې د پاکستان لپاره افغانستان د بنسټ نه ورانوئ، او دې ورانکارۍ ته د دین، اسلام، اسلامي، امارت او جهاد نوم ورکوئ، حال دا چې دا ډیر پاک الفاظ دي، خو په افغانستان کې دا کلیمې د وحشت، دهشت، قتل او غارت، ورانکارۍ، بربادۍ او تباهۍ په شان عملي جنبه او مانا لري، او دا په اثبات رسیدلې ده.

  7. ننګ صیب خو بده خبره نده کړی، د طالبانو دا کلینر په عوض د دی چې د ادب او انسانیت په چوکاټ کې ننګ صیب ته ځواب ووائي چټیات یی پیل کړی چې هغه سکولر ده پلانه ده ډینګانه نه ، اول خو که یو نظام سیکولر هم وی دا پدی معنا نده چې هلته ټول خلک له دینه اوښتي وي، د جرمنی کانادا انګلستان فرانسه او نور غربی هیوادنو کې ټول سیکولر نظامونه دي مګر هلته په سلهاو جوماتونه او په ملیونونه متدین مسلمانان (د افغانانو په شمول ) په ازادی سره د لوی خدای عبادت کوي لمونځ کوي روژه نیسي او له هغه ځایه د خدای کور (حج ) ته ځي خپل بیوزلو هیوادوالو سره د نورو نه زیاد مرسته کوي ، ترکیی کې هم یو سیکولو نظام ده ، ترکیه دیو سیکولر نظام په درلودلو سره په پرمختګ او خپلو خلکو ته د بسیا ژوند په برابرولو کې د ټولواسلامی هیوادونو په سر کې ده، د هغه هیواد مشر اردوغان په خپله یو اسلامپال سیاستوال ده خو د هغه هیواد سیکولر نظام ته یی تغیر ورنکه ، نن سبا د دنیا ټول پرمختګونه او علمی لاسته راوړنی چې موږ ټول د طالبانو په شمول له هغه نه ګټه اخلو لکه موټر ،الوتکه ،موبایل ،کمپوتر ،تلویزیون ، واکسیونونه ، راکټونه ، سپوږمی او ستوری ته ختل او …….. د همدی سیکولرو نظامونو له برکته ده، ماته دی دا د طالبانو کلینر او خواخوږې د کوم ملا او طالب یوه کوچنۍ لاسته راوړنه په ګوته کړي ، البته غیر د وژلو ، قتل عامونو او د سړکونو ، پلونو، ښوونځیو کلینیکونو او عامه تاسیتاتو ورانول او په عامه لارو کې د ماینونو پواسطه د ملکی بیګناه خلکو وژل ، او د زموږ د هیواد تاریخی دښمن ته خدمت او وفاداری.
    په یوه سیکولر نظام کې د ملایانو او دینی عالمانو ځای جوماتونه او د خدای کور دی چې هلته دوي د لوی خدای عبادت وکړي او خلک دینی فضایلو ته وروبولوی په هیواد کی دینی چاری تنظیم کړي ، په ننی عصر کی د خارجه چارو وزارت په سر کی باید یو مسلکی دیپلومات وګمارل شي چې په څو خارجی ژبو تسلط ولري او بین المللی اړیکو کی د تجربی خاوند وي ، د روغتیا په وزارت کې باید یو مجرب ډاکتر او په روغتیائی چارو کې ماهر سړی وي همدارنګه د ټولینیز ګټو په وزارت کی باید یو تجربه لرونکی انجینر وګمارل شي چې د پلونو سړکونو او ودانیو جوړولو ماهر وي ، همداسی تر اخره سمه ده چې یو ملا یا مولوی به دینی معلومات ولري خو د بیلګی په توګه کابل بین المللی هوائی ډګر یو متخصص کدر ته چې د هوانوردی په قوانینو وپوهیږی اړتیا لري، په عربی اماراتو کی سره لدی چه هغه هیواد خپل اتباع غربی هیوادونو کې روزلي مګر بیا هم د دوبی د هوائی ډګر د اماراتو هوائی کرښه او د هغه هیواد نورو مهمو موسسو په سر کې غربی ماهران ګمارل شوي او همدا وجه ده چې د هغه هیواد مشران د یوی شاړی دښتی نه د نړۍ یو ښکلی هیواد جوړ کړی او د هغه هیواد هوائی کرښه د نړی د لمړنیو هوائی شرکتونو په قطار کې راځي

  8. دلته استخباراتي نیابتي عربي پنجابي خرتوبونه پسادونه(جهادونه) عجیبه شیطاني سایکل لري.
    ګلبټک ټوپ کړ وې غپل مرحوم ظاهرشاه او داود خان و ډاکتر نجیب او… تکفیر کړل، ټالب، پسادي پنجابي تنظیمونه تکفیر کړل اوس داعش راغپي ټالب ته مرتد کاپير وایي…
    ترڅو چې د ایسلام موبین دین سره مو رابطه له ريښي بدله نه شي او دین د خدای و بنده رابطه نه شي همدا خرتوبونه وحشتونه به دوام…

  9. فرھاد ھاھا ھا
    او اسلام تعریف کڑہ بیا پختو زدکڑہ بیا اخلاق او تربیہ سمہ کڑہ بیا دی کفر ٹاپہ لہ جیبہ راوباسہ خلک کافر کڑہ
    تاتہ موری ندی ولی چہ ادب او اخلاق سہ شی دی
    دی 5 لاس غلامہ
    دی ادب پہ چوکاٹ کی اعتراض کوہ

  10. فرھادہ جاھلہ تہ او ستا بادار پنجاب د اصف ننگ صاحب پہ شان علمی شخصیتونہ پہ افغانستان کی نشی برداش کولی
    ستا بادار تہ دی امیر خان متقی پہ شان دی 5 درجی غلامان پہ کار دی چی زان دی افغانستان وزیر خارجہ بولی مگر د سوال پہ ژبہ دی امریکا کانگریس تہ خط پہ اردو ژبہ لیکی
    دی غلام ابن غلام ابن غلام غلامہ۔۔۔۔۔۔۔۔

  11. د ط په فکر اسلامي نظام به هغه د سرکونو ، ښوونځیو ، روغتونونو ، دولتي ودانیو ، پلونو او …. ورانول وي چې بلدوزر او تراکتور ښوونځیو ته بند کړي او د سیاف خبره ټول باید یوځل لمر ووهي .
    که نور نه وي یوځل ایران او پنجاب ته وګورئ . دوی د عصري ښوونځیو له برکته اتمي هېوادونه شول او تاسو لکه چرګان په ډېرانو کې مشوکې وهئ .
    علم زده کړه که څه هم په چین کې وي . دا زمونږ د ګران او محبوب پیغمبر ارشاد او هدایت ټولو مسلمانانو ته دي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی