چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+افغانستان د جګړو ډګر| دولت وزیري

افغانستان د جګړو ډګر| دولت وزیري

دغه سیمه چې زموږ ګران هیواد افغانستان په کې پروت دی د تاریخ په ټولو دورو کې د نړیوال مدنیت او لرغونوالي له پلوه د بین النهرین، مصر، د مديترانې د ختیځو غاړو او چین څخه وروسته په پنځمه درجه کې ځای لري.

د ایبک له تره کمر څخه لاس ته راغلو اثارو څخه ښکاري، چې د دغې سیمې لرغونوالی تر نهو زرو کلونو پورې رسېږي. کوم آثار چې د مزار شریف ښار سويل ته له اق کپرک څخه د نانسي دوپري په نوم لرغونپوهې په واسطه لاس نه راغلي دي، له دوو زرو څخه تر نهو زرو کلونو پورې لرغوني دي. دوپري په خپله په دې باور وه، چې دغه اثار تر شل زرو کلونو پورې لرغونوالی لري.

  د کندهار ښار شمال ته په پنځه کیلومترۍ کې له منډيګک څخه په ۱۹۵۱ م کال له لاس ته راغلو توکو څرګندېږي چې د دغو سيمو خلکو له نن څخه پنځه زره کاله پخوا ټولنیز ژوند درلود او د مدنیت په لوړو پوړیو کې يې ژوند کاوه. د ژوند لپاره يې اړين توکي لرل او کورونه يې له اومه خښتو جوړ شوي وو.

دغه سيمه که د آریانا په نامه وه، یا خراسان او یا کله چې د افغانستان په نامه ونومول شوه، په مختلفو دورو کې د مدنیت په مختلفو او لوړو پوړیو کې يې ځای درلود. خو له بده مرغه د هیواد مدنیت تل د يرغلګرو د یرغلونو له کبله ویجاړ شوی او د يوې اوږدې مودې لپاره د جګړو ډګر ګرځېدلی دی. کله نیابتي جګړې وې، کله هم د بقا لپاره.

 مقدوني سکندر تر میلاده مخکې په درېیمه پېړۍ کې د څلورو کلونو جګړو په درشل کې هر څه له خاورو سره برابر کړل.

 د چنګېز په راتګ سره د هېواد ټول مدنیت او هر څه د اور په لمبو کې لولپه شول. په بلخ او بامیانو کې د وینو ویالې وبهېدې، په هرات کې تر جګړې وروسته د يوې مياشتې په اوږدو کې یوازې ۴۰ تنه ژوندي راټول شول.

د چنګېز له وحشت  وروسته هېواد بیا هم د پرمختګ پر لوري ګامونه کښېښودل، خو د تېمور په راتګ سره هر څه د هغه د وحشي اسونو تر پښو لاندې دل شول.

بابر هم په ویجاړولو او وژلو کې له خپلو نیکونو شاته نه و. وروسته هېواد عملا د صفویانو، بابریانو او شیبانیانو تر منځ په درېیو برخو ووېشل شو. تر څو کله چې میرویس خان هوتک او بیا وروسته احمدخان ابدالي په ۱۷۴۷ م کال دې حالت ته بدلون ورکړ او هېواد مو افغانستان،  د شاه زمان د واک تر پایه پورې ۱۸۰۸ م کال ارامه ساه واخیسته. خو د انګرېزانو او سکهانو په لاسوهنو سره هېواد د یوې اوږدې مودې لپاره یو ځل بیا د جګړو ډګر وګرځېده.

 انګرېزانو په درېیو جګړو کې زموږ هېواد له لویو بدمرغیو سره مخ او پر سینه يې د بېلتون کرښه راکش کړله. د خپلواکۍ تر ګټلو وروسته د يوې لنډې مودې لپاره د پرمختګ پر لوري حرکت پیل خو د انګرېزانو د دسیسو له امله هر څه ګډوډ او په اوبو لاهو شول.

د سړې جګړې په پیلېدو سره افغانستان بیا هم د دوو سترو طاقتونو تر منځ د سیالیو ډګر شو او د شوروي اتحاد د سرو پوځونو له یرغل سره عملا د جګړې ډګر وګرځېده او تر ۲۰۰۱ م کال پورې په مختلفو ډولونو جګړو دوام وکړ.

له بده مرغه افغانستان د بلاګانو کور دی، یوه ځي او بله د راتګ لپاره چمتو ولاړه وي. روسان لاړل، امریکایان راغلل او  د قولابي دموکراسۍپه پلمه يې هېواد د شلو کلونو لپاره په فساد او جګړو کې وساته.

هېواد مو د تاریخ په اوږدو کې د جګړه مارو لپاره د جګړو او د وسلو د ازمېښت ډګر دی، روسانو ته خپل سکني خلقیان او پرچميان پردي شول او په شمالي ټلوالې يې وپلورل.

وايي٫ د وسله والو ځواکونو څو کسان له یوه ترافیک سره روسانو په مجاهدینو د پلورلو لپاره نیولي وو. کله چې يې افسران په مجاهدینو پلورل، مجاهدینو د ترافیک له را نیولو انکار وکړ. روسانو ورته وویل خیر دی دا ترافیک زموږ له خوا تاسو ته بخشش دی.

وروسته يې مجاهدین د جګړو د دوام لپاره د شر او فساد په نامه یاد کړل او د خپل د زړه کترې يې په څو میاشتو کې له هېواده ورک کړل.

د امریکا برجونه، اسامه د لادن زوی او القاعده بیا‌د جګړو د دوام لپاره ښه پلمه شوه، هیواد يې شل کاله د جګړو ډګر، د وسلو د ازمایښت پولیګون او د خپلو سیاسي لوبو کلوب وګرځاوه.

 اوس د طالبانو په راتګ هیواد بل بحران ته داخل شو. د افغان د ځورېدلي ولس دښمنانو بیا خپلو زړو او زنګ وهلو وسلو«د بشر حقوق، دموکراسۍ، د ښځو ازادي او ټول شموله حکومت» ته لاس کړ.

که له حقيقت څخه تېر نه شو کوم وو د بشر حقوق، د بشر حقوق که په خیرات ګزاره وي بیا نو سمه ده ځکه شل کاله افغانانو د خیرات په پيسو ګزاره وکړه.

نه کومه فابريکه جوړه شوه او نه کومه توليدي موسسسه. که موخه دموکراسي وه، کومه دموکراسي، همدا د فساد او چور حکومت او دا د نه منلو فرهنګ که دموکراسي وه بیا نو سمه ده. د ښځو ازادي، امان الله خان ښه نه و، خلقیان، پرچميان ښه نه وو، ځکه د ښځو د ازادۍ پلویان وو، ښځو ته د دوی له خوا ازادي تر ټولو یوازې انګرېزۍ ژبه او د امریکا ګرین کارت تر ټولو غوره ازادي وه.

د سرکس په څېر په ټول شموله حکومت دې تندر را پرېوځي. دا شل کاله خو ټول سمو غلو خلک تر پوړو راوستي وو. چور، فساد، غصب او نه منم که ټول شموله حکومت وي بیا خو سمه ده.

هیله ده د امارت اسلامي مشران تېرو تجربو ته په کتو او د دښمنانو د دسیسو په پام کې نیولو سره ټول ملت ته بې له ژبني، قومي، مذهبي، ګوندي او سمتي تعصبه په حکومت کې ځای ورکړي.

په عمل کې سوله او ملي مصالحه را منځ ته کړي. له انتقام څخه تېر شي، ځکه د خدای ج رضا او ډیر اجر په بخښلو کې دی.

د سمسور افغانستان په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی