چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهبلخ کې تښتول شوی مشهور ډاکټر نادر عالمي ووژل شو

بلخ کې تښتول شوی مشهور ډاکټر نادر عالمي ووژل شو

تاند:( جمعه، د عقرب اته ویشتمه) د افغانستان په شمالي ولايت بلخ کې د عصبي ناروغۍ يو تر ټولو مشهور ډاکټر نادر عالمي وژل شوی دی.

نوموړی له باندې يوې نېمې مياشتې راهيسې تښتول شوی او له تښتونکو سره و.

سيمه ييزو خلکو د نوموړي د تښتولو پړه په طالبانو اچوله او ويل يې، چې د دوی د جنګیالیو په لباس کې ۷ تښتونکو تښتولی و.

د ډاکټر عالمي جسد تېره شپه موندل شوی دی.

د هغه د خوشې کولو لپاره خلکو او د‌شمال زون ځینو سیاسي څېرو څو ځله سوشل میډیا يي کمپاينونه ترسره او طالبانو نه د نوموړي د خلاصون غوښتنه وکړه.

طالبانو رد کړې وه، چې ګواکې دغه مشهور ډاکټر دوی تښتولی‌‌.

د افغانستان له مختلفو ولايتونو څخه په وروستيو کې د انسان تښتوونې د پېښو د زیاتېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

ويل کيږي، چې په ډېرو داسې پېښو کې مشهور او شتمن کسان هدف ګرځول کيږي او طالب چارواکي هم پکې لاس لري.

طالبانو بيا په دې اړه پر ځان لګولي تورونه ردکړي دي.

2 COMMENTS

  1. دا د ملابرادر مسؤولیت دی، چې اوس په خپل نظام کې امنیت قایم کړي، ګینې تاسې د تیر نظام په پرتله څه غوره والی لرئ؟
    هر څه ستاسې راتګ سره کنګال شول، ټول هیواد مو سپیره کړی دی !!
    اوس یو امنیت نارې مو وهلې، هغه هم نه شئ ټینګولی !!
    ولې مو دا هیواد وران کړ ؟ ولې !!!!!؟؟؟؟

  2. طالب جان دا دی سہ وکڑل خدای ددی تباہ کڑہ لکہ افغانستان دی چی تباہ کہ
    طالب دی پنجاب غلام او پنجاب زمونگ افغانانو دی سر مال خاروی او ناموس ازلی دشمن دہ
    امیرخان متقی دی ای اس ای جاسوس دی امریکا کانگریس تہ پہ ارود ژبہ خط لکی ینعی دخپلی غلامی اعلان دی امریکان پہ کانگریس کی ثابت کوی چہ زہ دی 5 درجی غلام یم
    دا بہ افغانستان سہ امن راولی زمونگ دی دشمن غلامان او تشناب کاغذ
    دی ٹرمپ او جو بایڈن حمارت
    دی اسلام نام ئی بدنام کہ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی