چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهشاهین: مخکيني چارواکي او ښځې کابینه کې شاملوو

شاهین: مخکيني چارواکي او ښځې کابینه کې شاملوو

تاند:( جمعه، د عقرب اته ویشتمه) د ملګرو ملتونو په نړيوال سازمان کې د طالبانو نا منل شوی استازی سهيل شاهين په لومړي ځل منلې، چې د دوی کابينه کې د مخکيني حکومت يو شمېر لوړپوړي چارواکي ممکن شامل شي.

نوموړي په يوه ټلويزيوني مرکه کې دا احتمال تایید کړ، خو په اړه يې نور جزییات ورنه کړل.

د شاهين په وينا، د ښځو د زده کړو، په حکومت کې د کار او ټول شموله حکومت جوړولو په اړه دوی په اصولو کې ستونزه نه لري، خو د دغو موضوعاتو د عملي کیدو په څرنګوالي کې به بحثونه او مشورې کوي او وخت ته اړتيا به لري.

مخکې نورو طالب چارواکو ويلي و، چې حکومت کې به د رهبرۍ په کچه ټول مهم بستونه د طالب مشرانو په واک کې وي.

سهیل شاهین يادې څرګندونې په داسې مهال کړي، چې د څوکيو د وېشلو په سر د طالب مشرانو د پراخو اختلافاتو خبرونه ورکړل شوي دي.

د ځينو شنونکو په باور، په داسې حال کې چې طالب مشران خپله د څوکيو په وېش نه سره جوړېږي، له نورو سياسي لوريو سره د ټول ګډونه حکومت د جوړولو په اړه به یې هوکړه ستونزمنه وي.

له دې سره دا هم ويل کيږي چې له داسې حکومت جوړولو پرته د طالبانو واکمني دوام نه شي کولای او زر به هرڅه ورڅخه وشړيږي.

طالب مشران د ټولې نړۍ او افغانانو تر سختو فشارونو لاندې دي، چې په زوره نيولی اقتدار له ټولو سياسي لوريو سره تقسيم او فلج شوې حکومتولي د مسلکي کادرونو په ګومارلو بيرته فعاله کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی