چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهبلخ: ط ۳خصوصي پوهنتونونه مصادره کړل او عوايد به يې نور دوی...

بلخ: ط ۳خصوصي پوهنتونونه مصادره کړل او عوايد به يې نور دوی اخلي

تاند:( جمعه، د عقرب اته ویشتمه) په بلخ ولايت د سياسي څېرو اړوند ۳ خصوصي پوهنتونونه طالبانو مصادره کړي او عوايد يې ځانته اخلي.

له دې پوهنتونونو څخه يو يې تاج نوميږي، چې د جنرال عبدالملک اړوند دی.

بل پوهنتون رهنورد نوميږي، چې مالک يې ابراهيم عباس زاده و.

درېيم پوهنتون راه سعادت نومېږي، چې د غلام سرور سعادت اړوند ګڼل شوی.

له دې سره ويل کيږي،‌چې د دغو پوهنتونونو د محصلينو کچه ۸۰ سلنه کمه شوې ده.

د محصلينو د کمښت دليل دا ښودل شوی، چې خلک بد اقتصادي وضعيت سره مخ دي او هم په يادو پوهنتونونو کې طالب چارواکو سخت قیودات وضع کړي او درسي کيفيت يې خراب کړی دی.

په نويو قيوداتو کې راغلي، چې نجونې او هلکان به په جلا لارو پوهنتون ته راتګ کوي، نجونې به شرعي حجاب مراعتوي، تور لباس به اغوندي، له نارينه محصلينو څخه به ټولګي ته ۵ دقيقې مخکې راځي او ۵ دقیقې وروسته به بيرته وځي.

طالب چارواکو حتا له پوهنتون څخه د نجونو او هلکانو د وتو او موټر سپريدو د څارنې لپاره هم ځانګړي کسان ګومارلي، چې سره ونه غږيږي او دغه راز يې له موټر چلوونکي سره د حجاب او پردې مراعتیدل وڅاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی