چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهاریانا سعید: افغان ښځې دې مورال نه بایلي، زه به انقلابي سندرې...

اریانا سعید: افغان ښځې دې مورال نه بایلي، زه به انقلابي سندرې وایم

تاند:( جمعه، د عقرب اته ویشتمه) د افغانستان مشهوره سندرغاړې او د ښځو د حقونو فعاله اریانا سعید له افغان ښځو غواړي، چې خپل مورال ونه بایلي.

نوموړې په یوه ټلویزوني مرکه کې ویلي، چې دا به د انقلابي سندرو ویلو ته دوام ورکړي، څو افغانان د هېواد ازادولو او د خپلو حقونو لاسته راوړلو ته وهڅوي.

اریانا سعید په کابل کې د خپلې وروستۍ پانګونې د حیف کیدو کیسه هم وکړه او ویې ویل: په یو لک ډالرو مې د موډلینګ لباسونو یو پلورنځی پرانیست، چې ۲۲ تنو ته یې د کار زمینه برابره کړې وه.

د هغې په وینا، د طالبانو له واکمنیدو سره یې دا پانګونه او افغانستان ته لرلي ډېر خوبونه نیمګړي پاتې شول.

له دې سره اریانا سعید نهیلي نه ده او ټینګار کوي، چې افغانان باید بیداره او یو موټي شي او پرې نه ږدي، چې طالبان ترې هېواد، هویت، ارزښتونه او راتلونکی ولوټي.

اریانا سعید د طالبانو د واکمنیدو په ورځو کې په کابل کې وه.

هغه او د ژوند ملګری یې په سختۍ وتوانیدل، چې له افغانستانه په مخفیانه ډول د هوایي ډګر له هرج و مرج څخه په ډکو ورځو کې بهر ته ځان وباسي.

نوموړې تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د فرهنګي او علمي سازمان(یونیسکو) د تاسیس په ۷۵ مه کلیزه کې له ګډون او سندرو ویلو سره پر نړیوالو غږ وکړ، چې د طالبانو واکمني په رسمیت ونه پېژني.

1 COMMENT

  1. یره هیڅ شک نشته د افغانستان نران خو یو هم د کار نه وو ټول مرتجع او خاین وختل دغه ښځې ګوندی دا وطن د یوویشتمی پیړی سره سیال او خپلواک کړی دوی ډیری زحمتکشی، صادقی ، وطندوسته او ایمانداره دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب