سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهجلالي: ط د افغانستان استازي نه دي، چې امریکا نه د افغانانو...

جلالي: ط د افغانستان استازي نه دي، چې امریکا نه د افغانانو کنګل شوې پیسې غواړي

تاند:( جمعه، د عقرب اته ویشتمه) د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي، د امریکا کانګریس ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي د لیک استولو په اړه غبرګون ښودلی دی.

په دې لیک کې متقي له امریکایي سناتورانو غوښتي، چې د امریکا له لوري د افغانستان د شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالرو د کنګل کیدو د ستونزې په حل کې مرسته وکړي، څو دا پیسې دوی ترلاسه او د افغانستان د بشري ناورین په مقابله کې وکاروي.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي وایي، چې یادې پیسې د افغانانو ملکیت دی او طالبان د افغانستان استازي نه دي، چې دا پیسې غواړي.

د نوموړي په وینا، طالبان د افغانستان د یوه برخه خلکو استازیتوب کولای شي، خو د ټولو افغانانو استازیتوب ځکه نه شي کولای، چې د دوی واکمني د زور په وسیله جوړه شوې او کوم مشروعیت نه لري.

 نوموړی زیاتوي، چې امریکا یادو پیسو ته کومه اتیا او طالبانو سره کومه دښمني نه لري، چې پیسې یې ورکنګل کړي، بلکې دا طالبان دي چې ټول نړیوال قوانین یې نقض کړي، په زوره واکمن شوي او په دې ډول یې د افغانانو ژوند هم تریخ کړی او په سخت فقر او ناورین یې اړولي دي.

 جلالي دا هم وایي، چې که احیاناً دا کنګل شوې پیسې هم طالبانو ته ورکړل شي، د افغانستان ستونزه پرې حلولای نه شي.

ډاکټر جلالي زیاتوي، چې د دغو پیسو هومره هرکال نړیوالې ټولنې له افغانستان سره مرسته کوله او که طالبان خبره واوري او د خپل ملت او نړیوالو سره تعامل ته غاړه کیږدي، تر دې لا ډېرې مرستې به بیا ترلاسه کړي.

 جلالي په دې اړه چې دا کار شونی دی کنه، نهیلی دی ځکه په خبره یې طالبان نه شي کولای له خپلو پخوانیو ملګرو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او د اړیکو دغه نه پریکون به دوی سره د نړیوالو او افغانانو ګوزاره ممکنه نه کړي.

3 COMMENTS

  1. هو بلکل، د خلکو اصلي استازي خو تاسې یاست چې له غزني وزارت ته راغلی پاک خدمت دې وکړ د جنایتکاران او مافیا د رسوا او په سزا کړل او اوس بیرته اندړو کې خلکو سره اوسیږی، د خلکو استازي خو زاغ خیل وال دی عمر دووس زی دی اکلیل حکیمی دی قیومی دی چې اوس هم خواران لکه عام خلک ننګرهار قره باغ لغمان و پغمان و دارالامان کې خپلو خلکو سره اوسیږي، قرضداره دي، نه کاناډا کې ویلاوی لري نه امریکا کي غوړې ښورواوې نه بې حسابه تنخواوې من و سلاواې لري نه د وطن له غمه آرامه ارواوې لري… او ريښتیا د خلکو استازی خو ټول جمبوریان وو چی د افغانستان یوه ۱۶ پولۍ یي هم ضایع نه کړه هههه

    جلالي صاحب!
    د ټالب حمارت خو بیشکه د افغانستان استازی نه دی، خو پریږده چې دا خبره خپله (افغانان) وکړي!!!

  2. دا بې وجدانه او د غربیانو نوکر چې ځانته جلالي وايي، هېڅ کاره نه دی. دوې ورځې یې وزارت وکړ او د لنډغرو د لاسه وتښتېد، طالبانو کې خو دا مېړانه وه چې هم یې بهرني او هم یې کورني لنډغر مات او و تښتول. دا خلک مفتې خبرې کوي. طالب د نر په شانې په زوره حکومت نیولی. که تاسو د غرب تالي څټي زور او همت لرئ، راشئ حکومت ونیسئ.

  3. دا هیڅ افتخار ندی چی یو څو ک دی حکومت په زور ونیسی. بلکم مهمه داده چی خدمت وکړی سرکونه جوړ کی، د اوبو بندونه جوړ کی وطن له انزوا راوباسی، د پاکستان له تجارت او لاری بندولو مو بیغمه کی، سیستمونه جوړ کی، ځوانان پوهنتونو کی تربیه کی، د داخلی تولیداتو د صادرولو لاری وسنجوی،د وچې پنځه بندرونه راته جوړ کی، هیواد دڅلورم صنعت سره آشنا کړی، افغانستتان او سیمه د تروریزم له مرکز څخه د تمدن او تجارت په چهارراهی بدل کړی، د چابهار بندر په جوړولو نړیوالو اوبو ته لار پیدا کړی، WTO ته استازی معرفی او موظف کړی، زرګونه ځوانان بهر ته دتحصیل لپاره واستوی، د هیواد موذی او تاریخی دشمن او د انګریز حرمونی باندی خوب حرام کړی، جوماتونه جوړ کړی، خلکو او د ټولنی بیلابیلو استازیو سره ملاقاتونه ولری، هغوی ته یو مستقل، مترقی، غښتلی، بډای او سمسور افغانستان انځور او د هغوی امیدونه ژوندی او آرمانونه ورته بیان کړی، په بدماشی دحاکم شویو لنډغرو او مفسدینو د زورواکی د حتمولو لپاره پلان ولری، د وریځو اوښان ورو ورو یویو له پښو وغورځوی او اعتبار یی ور ختم کړی افغانی رواج او کلداره له چلنده وباسی ، ملی اردو او کوماندو تربیه کړی ، اووه لوی قول اردوګان پیاوړی کی ، قومی ټیکه دارانو ته چلنج ورکړی ، پاکستان ته پاکه اوډانګ پیلی ووایی چی د تروریزم مرکز یی، دپاکستانی بدلو او چټلو تولیداتو څخه مو بی غمه او د ترکیی، ترکمنستان، تاجسکتان، اروپا او نورو هیوادو واردات راورسیږی . دچرګانو او هګیو د تولید له پلوره پر ځان متکی شو، افغانی محصول لکه جلغوزه او تازه میوه نړۍ ته معرفی کی، بیا یی د صادرولو پر لارو فکر وکی………..ملی باورنه ، راتلونکی امیدونه او علمی ارزش تقویه کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی