سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+د بوینګ ۷۷۷ تر ټولو اوږد الوت

د بوینګ ۷۷۷ تر ټولو اوږد الوت

تاند – بوینګ ۷۷۷ الوتکې په لومړي ځل د امریکا او متحده عربي اماراتو ترمنځ تر ټولو اوږد مستقیم او بې دمې الوت وکړ.

په امریکا کې د بوینګ ۷۷۷ الوتکو تولید څو کاله وځنډېده، خو له مودو وروسته بالاخره دې سترې الوتکې په خپل تاریخ کې تر ټولو اوږد سفر، چې ۱۵ ساعته و، وکړ.

بوینګ ۷۷۷ په اوس وخت کې د نړۍ تر ټولو پرمختللې او اوږدمزل کوونکې ملکي الوتکه ده، خو کورونا وبا د دې الوتکو د پراختیا پروژې ته زیان واړاوه؛ بوینګ کمپنۍ د دې لپاره چې د بوینګ ۷۳۷ میکس الوتکې ناورین تکرار نه شي، د ۷۷۷ میکس ماډل د جوړولو لپاره یې په احتیاط ګام واخیست.

د بوینګ د دې نوي ماډل په ډیزاین کې یو مهم ټکی دا دی چې الوتکه خپل ۷ متره اوږده وزرونه ټولولی شي. دا وړتیا، چې د ملکي الوتکو په صنعت کې د لومړي ځل لپاره کارول شوې، امکان برابروي چې الوتکه په اسانه په نسبتاً کوچني ځای کې ودرېږي.

عموماً د اوږدو وزرونو الوتکې په پارکینګ کې ډېر ځای نیسي خو که الوتکه د وزر ټولولو امکان ولري بیا لږ ځای ورته پکار دی.

بوینګ ۷۷۷ کابو ۷۶ متره اوږده ده او د نړۍ تر ټولو اوږد سفر کوونکې دوه انجن لرونکې الوتکه ده.

بوینګ کمپنۍ هیله لري چې د کورونا وبا له پای ته رسېدو وروسته به د نړۍ هوايي شرکتونه د دې ډول الوتکو د جوړولو ډېر فرمایشونه ورکړي ځکه چې مصرف یې لږ دی، سپرلي زیاته ځایوي او تر ټولو اوږد سفر کوي.

په یوه ټانکۍ تېلو ۴۰۰ سپرلي نژدې ۱۷ زره کیلومتره بېولی شي.

ویل کېږي چې دا الوتکه به تر ۲۰۲۳ پورې د تجاري الوتنو لپاره هوايي شرکتونو ته نه ورکول کېږي، خو د امریکا او متحده عربي اماراتو ترمنځ د هغې بې دمې ۱۵ ساعته الوت هیلې غوړولي چې ژر هوايي شرکتونو ته وسپارل شي.

د دې الوتکې انجنونه جنرال الیکتریک کمپنۍ جوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی