یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+تاريخ او غورځنګونه/ ډاکترمبارک علي

تاريخ او غورځنګونه/ ډاکترمبارک علي

ليكوال: ډاكټر مبارك علي

ژباړن: هارون شفيقي

انسان تل دا هيله لري چې له د دوى له ټولنې څخه ظلم او تېرى ورك شي او د يوې داسې ټولنې بنسټ كېښودل شي چې په هغې كې امن او انصاف وي، انسان له كړاونو څخه خلاصون ومومي او په بشپړه آرامۍ كې ژوند وكړي.

د انسان د دې هيلې پر وړاندې تر ټولو لوى خنډ د هغې طبقې خلك دي چې د ټولنې په ټولو برخو او وسايلو واكمن وي، له هغوى سره قوت او طاقت وي او هغوى نه غواړي چې د دوى لوړ او غوره حيثيت ټيټ شي او د عامو په څېر چلن ورسره وشي، له همدې كبله په ټولنه كې طبقاتي يا ډله اييز كشمكش تل په يوه ډول نه يو ډول موجود وي.

په داسې يوه حالت كې چې په ټولنه كې اكثريت ته خپل حقوق نه رسېږي، پر دوى د انصاف دروازې تړلې شوې وي او دوى د ژوند له هوساينو څخه بې برخې كړاى شوي وي، په داسې حالاتو كې د دوى له لوري دوه ډوله عكس العمل ليدل كېږي، لومړى دا چې د دوى له دې نړۍ او د نړۍ له ژوند څخه كركه كېږي او دوهم دا چې دوى د يوه داسې نظام پر خلاف چې د عزت ځاى پكې نه لري احتجاج كوي او د داسې نظام ټول قدرت، ادارې او پاليسۍ ردوي.

په لومړي حالت كې چې كوم عكس العمل ليدل كېږي هغه د انسان د بې وسۍ، مايوسۍ او مجبورۍ ښكارندوى وي، دوى ته د خپل ژوند هڅې بې پايلې ښكاري، ګرد چاپېر ټول چاپېريال ورته له سختو كړاونو ډك ښكاري چې ماتول يې د دوى له همت څخه لوړ وي. د ژوند سهولتونه، آرامي او سكون د يوه خوب په څېر ورته ښكاري، په داسې يوه حالت كې دوى ته يوازې د نړۍ په پرېښودلو كې تسكين ښكاري او همداسې خپل ژوند تېروي او دا ګڼي چې په ژوند كې په ستونزو بايد شكر او صبر وكړل شي.

له همدې كبله هغه له نړۍ اړيكې پرې كړي او د رياضت او د نفس د پاكۍ په لار كې بوخت وي، دا ډول نظريې او غورځنګونه چې د ټولنې د لوړو طبقو لپاره خطرناكې نه وي نو ډېر پام نه ورته كېږي.

د دې برعكس دوهم عكس العمل د نه خوښۍ او پاڅون وي او د يوې داسې ټولنې څخه چې وګړيو ته انصاف نشي وركولاى، اكثريت يې له حقونو څخه بې برخې كړي وي او په بد حالت كې ژوند كوي، د دوى پر خلاف د احتجاج لپاره غورځنګونه را ولاړېږي، چې د ټولنې ټول روايات، ځواك او ادارې غواړي له بنسټ او ريښو سره له منځه يوسي او يوه داسې ټولنه را منځ ته كړي چې په هغې كې ټول خلك يو ډول او مساوي حقوق ولري.

په دې غورځنګونو كې هغه ټولې طبقې او ډلې شاملې وي چې په ټولنه كې يې رنځ ليدلى وي، د دوى ډېرى د ټيټې طبقې خلك وي، دا غورځنګونه هغه مهال مقبوليت مومي چې ټولنه د جګړې، قحطۍ، سيلاب او يا نورو آفتونو په پايله كې په بد حالت كې ژوند كوي او په دوى كې د خوندي توب احساس ډېر لږ ليدل كېږي، په داسې حالت كې د ټولنې د اكثريت هيلې د لوړو طبقو له خلكو شلېږي او له هغه نظام څخه يې كركه پيدا كېږي چې دوى يې له مصيبت څخه ونه ژغورل شواى. د دې كركې ښكارندوى دوى د هغه نظام د هر شي په ردولو سره كوي.

د دغو ټولو غورځنګونو په پايلو كې را زېږېدونكې نظريې او مفكورې د لوړو طبقو لپاره يو چلنج وي نو هغوى يې سمدستي د ختمولو او له منځه وړلو لپاره رادانګي.

په لومړي سر كې د دغو غورځنګونو پر خلاف پروپاګند كېږي او د دوى پر خلاف ډول ډول غلطې خبرې خپرېږي تر څو د ټولنې خلك پر دوى بدګومانه شي او اړيكې ورسره پيدا نه كړي، كله چې خلك له دوى څخه لرې وساتل شي نو حكومت ته د دوى له منځه وړل ستونزمن كار نه وي.

هر كله چې په ټولنه كې داسې مخالف او احتجاجي غورځنګونه پيدا شي چې د ټولنې له ځواك او اړتياو څخه انكار وكړي او وغواړي چې له ټولنې څخه بې انصافي وركې شي او داسې نظام راوستل شي تر څو مظلوم او غريب د عزت ژوند پكې وكړاى شي.

په خلكو كې اوس د تاريخي شعور تر څنګ د نړۍ پرېښودل كم شوي او پر ځاى يې د خپلو حقونو د غوښتلو او تر لاسه كولو جذبې او هڅې لا ډېرې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب