سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهمياخېل: ط د حکومتولۍ پر ستونزو سربېره داعش هم نه شي...

مياخېل: ط د حکومتولۍ پر ستونزو سربېره داعش هم نه شي ماتولی

تاند:( پنجشنبه، د عقرب شلمه) ‏د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخوانی سرپرست شاه محمود مياخېل وايي چې طالبان سربېره پر دې چې په نظام جوړولو او سمې حکومتولۍ کې ستونزې لري داعش ډلې ته هم ماتې نه شي ورکولای.

مياخېل، چې په افغانستان کې د امريکا متحده ايالاتو د سولې انستیتوت رئیس هم پاتې شوی او اوس هم ورسره سلاکار دی، ټینګار کوي چې د سمې حکومتولۍ په نشتوالي کې د داعش په شان ترهګرو او نورو جنايي ډلو ته د فعالیت ډېره زمینه مساعده وي.

شاه محمود مياخېل د طالبانو اقدامات د نظام جوړونې او ښې حکومتولۍ په اړه نقدوي او وايي، چې تر اوسه یې نه عمومي مشر ملا هیبت الله او نه هم رئیس الوزرا ملا حسن اخوند ملت ته ښکاره شوی، چې یو پیغام یا خبره ورسره د خپلو پروګرامونو او د هېواد د برخلیک په اړه شریک کړي.

د میاخېل په وینا، په داسې وضعيت کې، چې طالبان په حکومتولۍ نه پوهېږي، دنیا او ملت سره تعامل نه شي کولای، واکمني يې ولسی، نړیوال او بل هیڅ ډول مشروعیت نه لري او هېواد په بشري ناورين کې را ګیر دی، داعش او نورو ترهګرو او جنايي ډلو ته د جلب و جذب پراخه زمينه مساعده ده.

نوموړې په ننګرهار ولایت کې د والي په توګه د خپلې تجربې يادونه کوي او وايي، چې هلته د بمونو د مور استعمال داعش ډله‌ له منځه یو نه وړه، خو دوی د ښې حکومتولۍ او ولسي ملاتړ له رامنځته کولو سره د داعش ډلې پرضد پیاوړي او ځپونکي ګامونه ممکن کړل.

دا مخکينی لوړ پوړی افغان مقام دا هم تاییدوي،‌ چې امريکا متحده ايالات به د پردې تر شا د داعش ډلې پرضد د طالبانو لږ ملاتړ وکړي، خو ډېر ملاتړ ته به یې د رامنځته کړي بې باورۍ تر جبرانیدو زړه ښه نه کړي.

هغه دغه بې باوري، له امریکا سره د طالبانو د دوحې تړون د نقض له کبله یادوي، چې په وينا یې طالبانو په زوره د واک ته رسېدو او انحصاري واکمنۍ له حاکمولو سره د امریکا او نړۍ باور پر ځان مات کړی.

طالبانو د میاخېل او نورو ډا منتقدینو داسې نیوکو ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب